هلمند کي د ۵۷۳ پنځه سوه درې اویا کورنیو سره نغدي مرسته وسوه

هلمند د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او سرپرستۍ او د یو،ان،ایچ،سي،آر موسسې په مالي لګښت او د ایچ آر ډي موسیسې په همکارۍ نن ورځ پنجشنبه د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو د ۵۷۳ پنځه سوه درې اویا  کورنیو سره نغدي مرسته وسوه چې هرې کورنۍ ته ۳۷۵ ډالره په شفاف ډول توزیع او وررسېدل […]

هلمند د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او سرپرستۍ او د یو،ان،ایچ،سي،آر موسسې په مالي لګښت او د ایچ آر ډي موسیسې په همکارۍ نن ورځ پنجشنبه د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو د ۵۷۳ پنځه سوه درې اویا  کورنیو سره نغدي مرسته وسوه چې هرې کورنۍ ته ۳۷۵ ډالره په شفاف ډول توزیع او وررسېدل .

 

دمرستو دوېش پرمهال دهلمند دکډوالو چارو ریس محترم مولوي الله داد انقیادي صاحب وويل چي ياده مرسته د هغه سروې پر بنسټ ترسره سوه چې قابو شل ورځي وړاندي د ولایت مقام او استخباراتو ریاست او اړوند سیمیزو ادارو تر څار او نظارت لاندي په مرکز او ځیني ولسوالیو کې ترسره سوې وه.

 

نوموړی وايي چي دمرستي په سروې او وېش پروسه کي بشپړ شفافیت رعایت سوی دی

ټولي هغه کورنۍ په نښه سوي چې  بیړنیو مرستو ته يې اړتیا لرله.

 

دا په داسي حال کي ده چي تېره اونۍ هم د یاد ریاست تر رهبرۍ لاندي د همدې موسیسې له خوا د سلګونو کورنیو سره دنغدي پیسو مرستي سوي دي..

 

نېټه: ۱۴۴۳/۵/۱۲ هـ ق