نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي د lOM نړیوال سازمان له لوري د ۴۸۴ اړمنو کسانو سره نغدي مرسته وسوه. د باختر اطلاعاتي اژانس خبرراکوي چي یاده مرسته چي نن ورځ د هلمند د اقتصادریاست په انګړ کي ووېشل سوه هري کورنۍ ته پوره ۱۱۵۰۰ یولس نیم زره افغانۍ ورکول […]
نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي د lOM نړیوال سازمان له لوري د ۴۸۴ اړمنو کسانو سره نغدي مرسته وسوه.
د باختر اطلاعاتي اژانس خبرراکوي چي یاده مرسته چي نن ورځ د هلمند د اقتصادریاست په انګړ کي ووېشل سوه هري کورنۍ ته پوره ۱۱۵۰۰ یولس نیم زره افغانۍ ورکول سوې.
خبر زیاتوي چي دا مرسته تر ډېره هغه کورنیو ته ووېشل سوه چي د تصدیو کارکونکي او یا هم د مستري خانو،نجاریو،اهنګري،خیاطي او نورو ورته ځایونو کي شاګردان وه.چي د اقتصادي کمزورۍ سره مخامخ وه او د خپل کور نفقه یې برابرولای نسوه.
دیادولو وړ ده چي دا مرسته د هغه سروې پر بنسټ ووېشل سوه چي شاوخوا شل۲۰ شپې وړاندي د لښکرګاه ښار په بېلابېلو برخو کي ترسره سوې وه.
د مرستې د سروې بهیر په بشپړ ډول شفاف وو.او د هلمند داقتصاد ریاست د رئیس ښاغلي انجنر عبدالستار صالح صاحب،د کاراوټولنیزو چارو د رئیس ښاغلي انجنر حبیب الله دین دوست صاحب،دلښکرګاه ښاروالۍ د استازي او د مرسته کونکي سازمان د نمایندګانو په حضور کي په خورا شفاف ډول تقسیم او ووېشل سوه.
نېټه:۱۴۴۳/۹/۲۵ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.