هلمند کي د ۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وسوه:

  دغه مرسته تېره ورځ د ترکیې هیواد له خوا په هلمند کي د سرې میاشتي په همکارۍ د مرکز لښکرګاه ښار د بېلا بیلو ناحیو له اوسېدونکو سره وسول. یاده مرسته کي کونډیاني، وچکالۍ ځپلي، بې وزله، یتیمان، معیوب او معلول کسان شامل وه ،چي هري کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، بوره، نخود، مکروني، روب، […]

 

دغه مرسته تېره ورځ د ترکیې هیواد له خوا په هلمند کي د سرې میاشتي په همکارۍ د مرکز لښکرګاه ښار د بېلا بیلو ناحیو له اوسېدونکو سره وسول.

یاده مرسته کي کونډیاني، وچکالۍ ځپلي، بې وزله، یتیمان، معیوب او معلول کسان شامل وه ،چي هري کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، بوره، نخود، مکروني، روب، مالګه، غوړي او یو ژمنی کیټ ورکړل سو.

پر همدې مهال هلمند کي د افغاني سرې میاشتي رئیس مولوي فضل محمد (فضلي) د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چي د یادو کورنیو سروې یې په شفافه توګه کړې او ټولي مستحقي کورنۍ یې په نښه کړي.
هغه د ترکیې هیواد څخه د منني تر څنګ زیاته کړه چي هلمند کي زیات وګړي جګړو او وچکالۍ ځپلي چي اړینو بشري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي پر مرستندویه مؤسساتو او دولت ږغ وکړ چي دغه ولایت ته دي زیاته پاملرنه وکړي او د خلکو سره دي مرستي وکړي.

دغه راز د افغان ترک استازي محمد ذکي (شیواني) وویل؛ چي هلمند کي د افغاني سرې میاشتي مسؤلینو د یادو کورنیو سروې په ښه توګه کړې او ټولي اړمني کورنۍ یې په نښه کړي.
نوموړي زیاته کړه چي هلمند کي به په راتلونکي کي هم د مرکز تر څنګ په ټولو ولسوالیو کي د ترکیې هیواد له خوا د ورته خوراکي او غیري خوراکي توکو د مرستو لړۍ دوام ولري.

د یادونې وړه ده ،چي د ترکیې هیواد له لوري د افغانستان په ټولو ولایتونو کي د اقتصادي ناورین د مخنیوي په موخه د اړمنو او بې وزله افغانانو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرستي پیل سوي چي په ځیو ولایتونو کي یې د توزیع لړۍ روانه ده.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۹ هـ ق