نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دغه مرسته نن شنبه په لښکرګاه ښار کي د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ ، په تطبیق د HRDA او د هلمند ولایت د مهاجرینو ریاست په همکارۍ د مرکز او ولسوالیو د څه باندي ۲۵۰ ځانکړي اړتیا لرونکو کسانو سره د نغدي ډالرو د۱۵۰ څخه تر ۲۵۰ پوري مرسته وکړه. یاده نغدي مرسته چي […]
دغه مرسته نن شنبه په لښکرګاه ښار کي د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ ، په تطبیق د HRDA او د هلمند ولایت د مهاجرینو ریاست په همکارۍ د مرکز او ولسوالیو د څه باندي ۲۵۰ ځانکړي اړتیا لرونکو کسانو سره د نغدي ډالرو د۱۵۰ څخه تر ۲۵۰ پوري مرسته وکړه. یاده نغدي مرسته چي اکثره معیوب کسان پکي شامل دي د UNHCR مؤسسې له لوري ورسره په دې موخه وسول څو په ورکړل سویو نغدي پیسو د ځانو لپاره کاري زمینې برابري او راتلونکي کي د دې لاري خپلي ورځنۍ اړتیاوي او د کورنۍ نفقه پرې پوره کړي.
د هلمند ولایت د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو ریاست رئیس مولوي الله داد انقیادي صاحب د باختر آژانس د خبریال ګل محمد غورځنګ سره د خبرو پر مهال وویل؛ دا هغه کورنۍ دي چي اقتصادي ستونزي او ځانکړي اړتیاوي لري.
نوموړی وایي،د یادو کورینو سروې په شفافه توګه ترسره سوې او ټولي مستحقي کورنۍ دي،چي په وینا یې په راتلونکي کي به هم چاته اجازه ورنه کړي ، چي غیرو مستحقو کورنیو ته مرستي ور کړي.
پر همدې مهال درې تنو محمدولي ، تورجان، او عبدالخالق چي د یادي مؤسسې لخوا یې نغدي ډالرمرسته ترلاسه کړه وویل؛ ډېر خوښ یو چي د ژمي په ساړه موسم کي ورسره مرسته وسول چي په وینا یې دا پیسې به یې تر ډېره اړتیاوي هم ورپوره کړي. دوي زیاته کړه ،چي په ورکړل سویو نغدي پیسو به یو داسي مناسب کسب او کاروبار شروع کړي چي په واسطه یي خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي. نوموړو غوښتنه کول چي دولت او نور خیریه بنسټونه دي نوري مرستي هم راسره وکړي.
د یادوني وړه ده چي تر دې وړاندي هم د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ ، په تطبیق د HRDA او د هلمند ولایت د مهاجرینو ریاست په همکارۍ د زرګونه جګړه ځپلو او بې وزلو کورنیو سره د ورته نغدي ډالرو مرستي سوې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.