هلمند کي د ۱۸۱ بې وزله کورنیو سره د حفظ الصحي توکو مرسته وسوه

دغه مرسته د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د ډاکار خیریه مؤسسې لخوا د دې ولایت د کډوالو چارو ریاست په همکارۍ د ۱۸۱ بې وزله او غریبو کورنیو سره وسول.   په یاده مرسته کي د حفظ الصحي توکو تر څنګ یادي مرستندویه مؤسسې ۱۷ معلولو کسانو سره د چوکیو مرسته هم […]

دغه مرسته د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د ډاکار خیریه مؤسسې لخوا د دې ولایت د کډوالو چارو ریاست په همکارۍ د ۱۸۱ بې وزله او غریبو کورنیو سره وسول.

 

په یاده مرسته کي د حفظ الصحي توکو تر څنګ یادي مرستندویه مؤسسې ۱۷ معلولو کسانو سره د چوکیو مرسته هم وکړه.

دا په داسي حال کي ده،چي هلمند کي د یادي خیریه مؤسسې تر څنګ یو شمېر نوري مرستندویه ادارې هم بوختي دي او د اقتصادي ناورین د مخنیوي په موخه د جګړه ځپلو، بې وزله او سېلاب ځپلو کورنیو سره مرستي کوي.

نېټه۱۴۴۳/۶/۱۵ هــ ق