هلمند کي د کډوالۍ نړیوال سازمان  د ۳۰۰ اړمنو او بې ځایه سویو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه

  نن ورځ شنبه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (  IOM) له خوا  د سنګین ولسوالۍ د ۳۰۰ هغو کورنیو سره ،چي په تېرو جګړو کي یې کورنه ویجاړ سوي وه ، د بیا تر میم په موخه د هري کورنۍ  سره  د ۳۰۰ نغدي ډالرو مرسته […]

 

نن ورځ شنبه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (  IOM) له خوا  د سنګین ولسوالۍ د ۳۰۰ هغو کورنیو سره ،چي په تېرو جګړو کي یې کورنه ویجاړ سوي وه ، د بیا تر میم په موخه د هري کورنۍ  سره  د ۳۰۰ نغدي ډالرو مرسته وسول.

پر همدې مهال د هلمند ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي د باختر آژانس خبریال ته وویل؛ د سنګین ولسوالۍ ته د سروې ټیم تللی او هلته یې د یادو کورنیو سروې په شفافه توګه کړې او ټولې یې هغه کورنۍ په نښه کړې چي زیاتي اړمنې او مستحقي وې.

د پیدا ګل او سید محمد په نوم دوه تنه چي یاده مرسته یې تر لاسه کړه وویل؛چي دغه مرسته یې بسنه نه کوي ځګه ددوی په وینا چي د تېرو جګړو پر مهال یې کورونه زیات تخریب سوي او لکونه افغانۍ زیانونه ور اوښتي دي.

دوی وایي ،چي په یادو نغدي پیسو به دوی یوازي د خپلو کورونو سرپناه جوړه کړي ،خو د بشپړ کور ترمیم نسي پرې پوره کولای غوښتنه یې کول، چي دولت او مؤسسات دي دوي له پامه نه غورځوي او نورې مرستې دي هم راسره وکړي.

د یادونې وړ ده،چي د کډوالۍ نړیوال سازمان د جګړو له امله دتخریب سویو کورونو د بیا ترمیم ترڅنګ د  بې ځایه سویو، جګړه ځپلواو طبعي پېښو له امله د زیانمنو سویو کورنیو سره هم نغدي مرستې کوي.

نېټه:۱۴۴۳/۹/۸ هــ ق