هلمند کي د پوليو وايروس په اړه د عامه پوهاوي يو ورځنی سېمينار جوړ سو

  نن چهارشنبه د پولیو وایروس په اړه د عامه پوهاوي دغه سېمینار  د يونيسيف له لوري هلمند کي په لاره اچول سوی ؤ،چي پکښي د اطلاعاتو  فرهنګ رياست د کارکوونکو ترڅنګ پکښې د ځينو رسنيو خبريالانو هم ګډون درلود.   په دې سېمینار کي د پولیو وایروس د اطلاعاتو د برخي د مسوول سید […]

 

نن چهارشنبه د پولیو وایروس په اړه د عامه پوهاوي دغه سېمینار  د يونيسيف له لوري هلمند کي په لاره اچول سوی ؤ،چي پکښي د اطلاعاتو  فرهنګ رياست د کارکوونکو ترڅنګ پکښې د ځينو رسنيو خبريالانو هم ګډون درلود.

 

په دې سېمینار کي د پولیو وایروس د اطلاعاتو د برخي د مسوول سید معروف همدرد له لوري د غونډي برخوالو ته دیاد وایروس په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي سول. نوموړي باختر آژانس ته وویل؛ پوليو يو ساري وايروسي ناروغي ده ،چي له يو کس څخه بل کس ته د ځينو عواملو له امله په اسانۍ سره انتقالېږي او زياته يې کړه چي په دا ناروغۍ زياتره د ۵ کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان اخته کېږي، چي د ماشومانو د فلجېدو تر څنګ ځيني وخت د هغوی د مړيني لامل کېږي.

 

هغه وویل؛ د پوليو ناروغۍ درملنه ناشوني ده او د مخنیوي په برخه کي بايد له واکسين څخه کار واخيستل سي.

وروسته يې په افغانستان کي د پوليو د مثبتو پېښو په اړه د سېمينار ګډونوالو ته مالومات وړاندي کړل، چي په وینا یې  په ۲۰۲۰ ميلادي کال په ټول هيواد کي د پوليو ناروغۍ ۵۶ مثبتي پېښي ثبت سوي دي. چي له جملې په کندهار کي ۱۴ ، هلمند کي ۱۸ ، ارزکان کي ۴، زابل کي ۳ او نيمروز کي ۱ مثبته پېښه ثبت سوې ده .

 

همداراز نوموړي د دغه وايروس د وقايې په اړه د سېمينار ګډونوالو ته وويل چي د ياد وايروس څخه د ماشومانو د ساتني اسانه لار واکسين دی.

هغه  د دغه وايروس د نښو نښانو په اړه وويل چي په دغه ناروغۍ اخته ۹۵ سلنه ناروغانو کي هيڅ نښي نه ليدل کيږي خو په ځينو کي يې نښي عبارت دي له نس ناستي، خوا ګرځي، اسهال، زکام او داسي نور…

 

ده زياته کړه چي دغه وايروس د خولې له لاري په وايروس دککړ لاس په واسطه ماشومانو ته انتقالېږي همدارنګه ککړي اوبه، ککړ خوراکي مواد او په ازاد محيط کي د غايطه موادو څخه روغ ماشومانو ته انتقالېږي.

 

په وروستیو کي نوموړي د خبريالانو، د رسنیو د مسؤلینو او د سېمينار له ګډونوالو غوښتنه وکړه،چي د پوليو ضد کمپاين کي له دوی سره همکاري وکړي، ترڅو افغانستان له دغه ناوړه وايروس څخه وژغورل سي.

د خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو له لوري دیونیسیف مسؤلینو ته دپولیو دعامه پوهاوي په برخه کي دهر راز همکاریو ډاډ ورکړل سو.

 

نېټه:۱۴۴۳/۷/۱۵ هــ ق