هلمند کي د دیني زده کړو د وړې او لویي دورې د ۲۲۵۰ تنه فارغینو څخه ازموینه اخیستل کیږي:

هلمند کي د دیني زده کړو د وړې او لویي دورې د ۲۲۵۰ تنه فارغینو څخه ازموینه اخیستل کیږي: د دغه فاضلانو څخه د هلمند ولایت لښکرګاه ښار په مرکزي دارالعلوم کي ازموینه اخیستل کیږي چي یوه اونۍ به دوام وکړي. د یادو زده کوونکو له جملې ۷۵۰ تنو څخه د وړې او د ۱۵۰۰ […]

هلمند کي د دیني زده کړو د وړې او لویي دورې د ۲۲۵۰ تنه فارغینو څخه ازموینه اخیستل کیږي:

د دغه فاضلانو څخه د هلمند ولایت لښکرګاه ښار په مرکزي دارالعلوم کي ازموینه اخیستل کیږي چي یوه اونۍ به دوام وکړي.
د یادو زده کوونکو له جملې ۷۵۰ تنو څخه د وړې او د ۱۵۰۰ تنو څخه د لویي دورې د بشپړولو لپاره ازموینه اخیستل کېږي.

پر همدې مهال د یادي ازمویني د څارني کمېټې مسؤل شیخ مفتي شریف الله د باختر آژانس خبریال ته ویلي؛ چي د ازمویني پروسه په شفافه توګه څارل کېږي او د ازمویني د څارني لپاره ۶۹ تنه شیخان ټاکل سوي او د هغوی له خوا د ازمویني صحنه څارل کیږي.
نوموړی زیاتوي چي د دې ازمویني څخه یې موخه د پټو استعدادونو را څرګندول دي چي په وینا یې تر فراغت وروسته به د یادو فاضلانو څخه په راتلونکي کي د هیواد په پرمختګ کي ګټه اخستل کیږي ترڅو زموږ د هیوادوالو بچیان اړ نسي چي د دیني زده کړو لپاره نورو هیوادونو ته ولاړ سي.

همداراز د هلمند ولایت د پوهني ریاست رئیس مولوي محمد عوض (انصاري) د خپل خبرو پر مهال وویل؛ په دغه ازموینه  کي د درغلۍ مخه په بشپړه توګه نیول سوې
هغه وایي په ازموینه کي د مرکز لښکرګاه تر څنګ د مارجې، ناوې، باباجي، ګرشک، نادعلي، نهرسراج او واشېر ولسوالیو څخه هم زده کوونکي راغلي او په ازموینه کي یې برخه اخیستې.

همدغه راز د ازمویني یو تن ګډونوال حیات الله باختر آژآنس ته وویل؛ چي د ازمویني پروسه شفافه وه او دوی ترې خوښ دي او په وینا یې د درغلۍ او نقل کولو مخه پکښي په کلکه نیول سوې وه.
نوموړی وایي ددې ډول ازموینو پروسه دي دوامداره سي او د هیواد په ټولو ولایتونو کي دي د لویي او کوچنۍ دورې د بشپړولو په موخه له فاضلانو ازمویني واخیستل سي.

دا په داسي حال کي ده چي پوهني وزارت یو طرحه تصویب کړې چي له مخي به یې له دیني زده کړو د فارغه کسانو زده کړي د عصري زده کړو د لیسانس بدیل وي خو یاده طرحه لا تر دې دمه نه ده  نهایي سوې.
د یادونې وړده ،چي هلمند کي د مرکز تر څنګ په ګرمسېر او موسی کلا ولسوالیو کي هم  له زده کوونکو ورته ازمویني اخستل کيږي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۹ هـ ق