هلمند کي د خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو سره  ناسته ترسره شوه

پرون یکشنبه د هلمند ولایت د لوړو زده کړو د ادارې له خوا د هلمند ولایت د ټولو خصوصي پوهنتونونو (بست، ارکوزیا، او وادي هلمند)  له مسؤلینو سره ګډه ناسته ترسره سوه.   یاده ناسته چي د هلمند د لوړو زدکړو د ادارې له لوري په هلمند پوهنتون کي جوړه سوې وه ، په هلمند […]

پرون یکشنبه د هلمند ولایت د لوړو زده کړو د ادارې له خوا د هلمند ولایت د ټولو خصوصي پوهنتونونو (بست، ارکوزیا، او وادي هلمند)  له مسؤلینو سره ګډه ناسته ترسره سوه.

 

یاده ناسته چي د هلمند د لوړو زدکړو د ادارې له لوري په هلمند پوهنتون کي جوړه سوې وه ، په هلمند کې د ا.ا.ا د لوړو زدکړو وزارت استازي ډاکتر سمیع الله سعید او د یادي ادارې غړو  ، د هلمند دولتي پوهنتون علمي مرستیال ماسټر محمد نعیم دوست او همدارنګه د خصوصي پوهنتونو مسؤلینو په کي ګډون کړی وو .

 

مجلس د حافظ محمد ظاهر همدرد له لوري  د قرآنکریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سو.

او بیا هلمند کي د لوړو زده کړو وزارت استازي سمیع الله سعید صاحب له خوا د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو ته تر ښه راغلاست وروسته د  تېري ناستي د پرېکړو دتعقیب په موخه له مسؤلینو څخه معلومات واخیستل سو.

 

دخصوصي پوهنتونو  ټولو مسؤلینو وویل چي دوی د خزانې سمیستر په شروع کولو کي له کوم خنډ سره ندي مخ سوي او د محصلینو درسونه په عادي ډول جریان لري. هغوی خوښي وښودل چي یو شمېر هغه محصلین چي د انقلاب په پیل کي یې درسونه پرې ایښي وه بیا زده کړو ته راګرځېدلي او په عادي ډول خپل درسونه وایي.

 

ښاغلي سعید د خصوصي پوهنتونو د مسؤلینو څخه د تېري میاشتي د ښه نظم او محصلینو ته د ښه خدماتو وړاندي کولو   په پار مننه وکړه.

او همدارنګه یې د درسي چارو پر لا منظموالي، د محصلینو پر حاضرۍ، د ګډ تعلیم د له منځه وړلو د طرحي پر پوره تطبیق، د خصوصي پوهنتونو تر منځ د غیر سالم رقابت پر زیانونو، د نوو استاذانو پر  استخدام ، د خصوصي پوهنتونو د خپل منځي او دولتي پوهنتون سره د هماهنګۍ پر اړتیا، د محصلینو ستونزو ته پر وخت رسیدګۍ او د لوړو زده کړو ادارې او خصوصي پوهنتونو تر منځ د همکارۍ پر راتلونکو پلانونو باندي تفصیلي خبري وکړي. او د خصوصي  پوهنتونونو له مسؤلینو وغوښتل چي درسي کیفیت دي لوړ او سیمسټرونه دي د لوړو زدکړو پرمعیار برابر کړي.

 

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو هم په خپل وار سره پر یادو مواردو خپلي خبري وکړې او د پوهنتونو وضعیت یې تشریح او هم یې خپلي ستونزي شریکي کړې.

 

په یاده ناسته کي د هلمند پوهنتون علمي مرستیال ماسټر محمد نعیم دوست خصوصي پوهنتونونه د لوړو زده کړو  اړوند مهم بنسټونه وبلل او د خصوصي پوهنتونو له  مسؤلینو څخه  یې د درسي کیفیت د لوړولو لپاره د لا هڅي غوښتنه هم وکړه.

 

هېره دي نه وي چي په  یاده ناسته کي د خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو سره د یو شمېر  محصلینو ستونزي هم شریکي سوې چي په حل یې خبري او پریکړي  وشوې.

 

نېټه:/۱۴۴۳/۴/۲۳/ هـ ق