هلمند کي د خصوصي پوهنتونونو د مسؤلینو سره ناسته وسوه

  د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ډاکتر سمیع الله سعید او هلمند پوهنتون کي د خصوصي پوهنتونونو د یو شمیر مسؤلینو(ریسانو،محصلانو چارو مرستیالانو،طب پوهنځۍ ریسانو او تدریسي روغتونونو د امرینو)سره ګډه ناسته وکړه. یاده ناسته چي د خصوصي پوهنتونو ترمنځ د همږغۍ زیاتولو، د تدریسي روغتونونو کیفیت لوړولو، د […]

 

د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ډاکتر سمیع الله سعید او هلمند پوهنتون کي د خصوصي پوهنتونونو د یو شمیر مسؤلینو(ریسانو،محصلانو چارو مرستیالانو،طب پوهنځۍ ریسانو او تدریسي روغتونونو د امرینو)سره ګډه ناسته وکړه.

یاده ناسته چي د خصوصي پوهنتونو ترمنځ د همږغۍ زیاتولو، د تدریسي روغتونونو کیفیت لوړولو، د طب پوهنځۍ د محصلینو لپاره د عملي کار او ستاژ برخي ته د ځانګړي پاملرني، او یو شمیر نورو موضوعاتو په پار رابلل سوې وه، د قرانکریم په مبارکو آیاتونو را پیل سوه.

تر تلاوت وروسته ډاکتر سمیع الله سعید اړونده مسؤلینو ته ښه راغلاست ووایه او مسؤلینو ته یې په خطاب کي وویل : په ټولو به مو ګډه هڅه داوي چي هلمند کي د لوړو زده کړو سطحه راپورته او پر کیفیت ولاړ تحصیلي سیسټم ولرو، او هم د اناثو محصیلینو لپاره د وزارت د طرحي سره سم تحصیلي چاپیریال برابر کړو.

نوموړي د خصوصي پوهنتونونو سره د راتلونکو ناستو پر میکانیزم هم معلومات وړاندي کړل، او له هغوی یې وغوښتل چي خپل منځي همږغي دي زیاته او د هلمند لوړو زده کړو اداره به همدې برخه کي په ټول توان زمینه سازی ته کار وکړي،

په یاده ناسته کي د خصوصي پوهنتونو استادانو ته د SCL او OBA ورکشاپونو دایرولو پر موضوع هم بحث وسو چي راتلونکي نژدې وخت کي به د هلمند پوهنتون د یو شمیر ټرینر استادانو له لوري د خصوصي پوهنتونو د استاذانو د ظرفیت لوړوني په هدف به هغوی ته یاد ورکشاپونه دایر سي.

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو هم په خپل وار سره خبري وکړې او د تیري ناستو د پریکړو اړوند یې معلومات وړاندي کړل او هم یې یو شمیر ستونزي او غوښتني د وزارت له فوق العاده استازي سره شریکي کړې، چي د نوموړي له لوري ورسره د هر اړخیزي همکاری او ستونزو ته د رسیدګۍ ژمنه وسوه.

ناسته په هر اړخیزي دعایه وینا سره پای ته ورسیدل.

نېټه؛۱۴۴۳/۶/۱۳ هــ ق