نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن دو شنبه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي دترافیکو مدیریت له لوري ملکي او نظامي موټر چلونکو ته د زده کړو کورس پرانیستل سو. پدې کورس کي به ددې ولایت ۳۰۰ تنه موټر چلونکو ته د ترافیکي اصولو زده کړي ورکړل سي. په یاده غونډه کي دترافیکودمدیر حاجي ملااحمد اخنذاده ګډون کړی […]
نن دو شنبه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي دترافیکو مدیریت له لوري ملکي او نظامي موټر چلونکو ته د زده کړو کورس پرانیستل سو. پدې کورس کي به ددې ولایت ۳۰۰ تنه موټر چلونکو ته د ترافیکي اصولو زده کړي ورکړل سي. په یاده غونډه کي دترافیکودمدیر حاجي ملااحمد اخنذاده ګډون کړی وو دتنظیم امرحاجي سردارمحمد”ولي زاده” هم وینا وکړل ښاغلي ولي زاده وویل چي د موټر چلونکو لپاره د ترافیکي زده کړو په دې کورس کي به په لویو لارو ، ښارونو، فرعي، او عمومي سړکونو کي د نصب سوو ترافیکي لوحو ، ترافیکي اشارو ، او ورته نورو ترافیکي نښو او اصولو زده کړي ورکړل سي. ښاغلی ولي زاده دټولوموټرچلونکوڅخه غوښتنه وکړل چی پرخپل وخت درسوته حاضر سي او ددرس وروسته ټولوترافیکواصولو ته پوره پام وکړي
د هلمند د ترافیکو مدیریت اړوند د لایسنس امر عبدالواسیع “صمیم” وايي: په یاد کورس کي ۳۰۰ تنه موتر چلونکو ګډون کړی دی ترڅو دنظامي او ملکي موټر چلولو زده کړي ورکړل سي. ښاغلي صمیم وویل چي زیات موټرچلوونکي نظامي کسان دي . دده په وینا په دې سره به په ترافیکي پېښو کي زیات کموالی راسي. همدارنګه هغه موټر چلونکي چي په دې کورس کي يې ګډون کړی وايي: د ترافیکي اصولو زدکړه خورا مهمه ده ، له یوې خوا به دوی قانوني اسناد ترلاسه کړي او له بلي خوا به په ټولو هغو قوانینو پوه سي چي د موټر چلوني پر مهال ورته اړتیا وي.
د یادوني وړده چي اوس مهال په ښارونو کي ګڼه ګوڼه زیاته سوې ده ، چي د ترافیکي اصولو څخه د سرغړوني او نه پاملرني له امله ګڼي ترافیکي پیښي رامنځته کیږي.
نېټه:۱۴۴۳/۹/۱۰ هــ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.