هلمند کي د ترافیکو مدیریت د موټر چلونکو لپاره د ترافیکي زده کړو پنځلس ورځني کورس دوهمه دوره پیل کړه.

  نن شنبه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي دترافیکو مدیریت له لوري ملکي او نظامي موټر چلونکو ته د زده کړو کورس پرانیستل سو. پدي کورس کي به ددې ولایت ۱۷۰ تنه موټر چلونکو ته د ترافیکي اصولو زده کړي ورکړل سي. د موټر چلونکو لپاره د ترافیکي زده کړو په دې کورس […]

 

نن شنبه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي دترافیکو مدیریت له لوري ملکي او نظامي موټر چلونکو ته د زده کړو کورس پرانیستل سو.
پدي کورس کي به ددې ولایت ۱۷۰ تنه موټر چلونکو ته د ترافیکي اصولو زده کړي ورکړل سي.

د موټر چلونکو لپاره د ترافیکي زده کړو په دې کورس کي به په لویو لارو ، ښارونو، فرعي، او عمومي سړکونو کي د نصب سوو ترافیکي لوحو ، ترافیکي اشارو ، او ورته نورو ترافیکو نښو او اصولو زده کړي ورکړل سي.

د هلمند د ترافیکو مدیریت اړوند د لایسنس امر وايي:
په یاد کورس چي ۱۷۰ تنه موتر چلونکو پکښي ګډون کړی پکښي به د نظامي او ملکي موټر چلولو زده کړي ورکړل سي.
دده په وینا په دې سره به په ترافیکو پيښو زیات کموالی راسي.
همدارنګه هغه موټر چلونکي چي په دې کورس کي يې ګډون کړی وايي: د ترافیکي اصولو زدکړه خورا مهمه ده ، له یوې خوا به دوی قانوني اسناد ترلاسه کړي او له بلي خوا به په ټولو هغو قوانینو پوه سي چي د موټر چلوني پر مهال ورته اړتیا وي.

د یادوني وړده چي اوس مهال په ښارونو کي ګڼه ګوڼه زیاته سوې ده ، چي د ترافیکي اصولو څخه د سرغړوني او نه پاملرني له امله ګڼي ترافیکي پیښي رامنځته کیږي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۹ هـ ق