نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د لوږي پر وړاندي د مبارزې نړیوالي مؤسسې مسؤلین وایي ، په هلمند کي په سوء تغذي یا خوراځواکۍ مبتلا ماشومان زیات سوي دي،چي نوموړي یې عمده لاملونه غربت ، د عامه پوهاوي نشتون، د ماشومانو ترمنځ د ولادتونو فاصلې نه مراعتول او د مېندو لخوا ماشومانو […]
دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د لوږي پر وړاندي د مبارزې نړیوالي مؤسسې مسؤلین وایي ، په هلمند کي په سوء تغذي یا خوراځواکۍ مبتلا ماشومان زیات سوي دي،چي نوموړي یې عمده لاملونه غربت ، د عامه پوهاوي نشتون، د ماشومانو ترمنځ د ولادتونو فاصلې نه مراعتول او د مېندو لخوا ماشومانو ته تر کمې مودې د شېدو ورکول وبلل. هلمند کي د شدیدو خوارځواکو ماشومانو د داخلي بستر مسؤل ډاکتر بسم الله احمدزي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل؛ چي د لوږي پر وړاندي د مبارزې نړیواله مؤسیسه دلته په لوړه کچه خدمات وړاندي کوي،خو وایي بیا هم د تېرو ۶ شپږو میاشتو په موده کي یې کلینیک ته په خوارځواکۍ اخته څه باندي ۱۵۰۰ ماشومان راوړل سوي ،چي د ۷۲۰ ماشومانو درملنې یې په ښه توګه کړې دي. دغه راز ۳ په سوء تغذي اخته سوي ماشومان مړه سوي او له دې جملې یې ۲۰ نور هغه ماشومان چي دلته یې درملنه نسوه کېدای د ښې درملنې په موخه کابل او کندهار ولایتونو ته انتقال کړي . نوموړی زیاته وي چي د لوږي پر وړاندي د مبارزې یا TFU کلینک ته د هلمند تر څنګ د کندهار ولایت د یوشمېر ولسوالیو څخه هم په خوراځواکۍ اخته ماشومان راوړل کېږي، چي په وینا یې په کلینیک کي هره ورځ هغو مېرمنو ته چي د خپلو ماشومانو سره پایوزانې وي د سوء تغذي د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی هم ورکوي.
دغه راز د سوء تغذیې د برخې ډاکتره نظیفه واحدي وایي، د پیدایښت ورسته زیات شمېر مېندي خپل ماشومان سم نه تغذیه کوي نوموړې زیاته وي چي هر ماشوم ته باید تر ۲ کلنۍ پوري د مور شیدې ورکړل سي. وایي په خوارځواکۍ زیاتره تر ۵ کلنۍ کم عمره ماشومان اخته کېږي ،چي علت یې د مېندو د ځان او ماشوم حفظ الصحې ته نه پاملرنه ، د ماشومانو تر منځ د زېږون د واټن نه مراعت او په ټولنه کي د عامه پوهاوي نشتووالی دی . هغې وویل؛ د مور شېدې د ماشومانو لپاره زیاتې ګټوري او ماشوم له ګڼو ناروغیو ژغوري . ډاکتري نظفې پر ورته مهال له مېرمنو او د کورنیو له مشرانو غوښتنه وکړه،چي خپلو ماشومانو ته د پوډري شېدو د ورکولو ډډه وکړي ځکه؛ د دې په وینا افغانستان ته بېلا بېل ډول بې کیفیته پوډري شیدې را واردېږي ،چي د ګټې پر ځای یې زیانونه زیات دي. پر ورته وخت یوشمېر مېرمنو چي یاد کلینیک ته یې خپل ماشومان د درملنې په موخه راوړي وایي،چي بې وزلۍ له امله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته سوي او اوس یې د خوراځواکۍ د درملنې په کلینیک کي بستر کړی دی. نوموړي زیاته وي ،چي دلته یې نه یوازي دا چي په ښه توګه یې د ماشومانو درملنې کېږي بلکي د ډاکترانو لخوا ورته عامه پوهاوی هم ورکول کېږي. دوی وويل،چي یوه میاشت وړاندي یې ماشومان د رملنې په موخه کلینیک ته راوړي ،خو د ډاکترانو د ښې درملنې له امله یې اوس ماشومان چاغ او روغتیایي حالات ښه سوي دي. دا په داسی حال کي ده ،چي د تېر ۱۴۰۰ ه ش کال په ورستیو کي د کب پر ۲۷ نېټه د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې سیو، ده، چلډرن په خپل یوه خپور سوي راپور کي ویلي وه،چي په افغانستان کي ۹۶ سلنه کورنۍ محدودو خوړو ته لاس رسۍ نه لري، په راپور کي دغه راز ویل سوي وه ،چي افغانستان کي ۵۲ سلنه د منځنۍ کچې لرونکي ماشومان له خوراځواکۍ سره مخ دي.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۶ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.