نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ددغه لوبو لړۍ چي څو وخت مخکي پیل سوې وه او ګڼی لوبډلي یو د بل په وړاندي ولوبېدلې نن ددغه سالیو وروستۍ لوبه دنوي عمري او وطنوال لوبډلو ترمنځ ترسره سوه. په دغه لوبه کي نوي عمري لوبډلي د ۱ پر ۰ ګول وهلو سره وطنوال لوبډلي ته ماته ورکړه او د […]
ددغه لوبو لړۍ چي څو وخت مخکي پیل سوې وه او ګڼی لوبډلي یو د بل په وړاندي ولوبېدلې نن ددغه سالیو وروستۍ لوبه دنوي عمري او وطنوال لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.
په دغه لوبه کي نوي عمري لوبډلي د ۱ پر ۰ ګول وهلو سره وطنوال لوبډلي ته ماته ورکړه او د حذفي لوبو بریا یې خپله کړه.
ددغه لوبډلي څخه یو تن لوبغاړي نذیراحمد مقابلي لوبډلي ته د ۱ ګول په ورکولو سره خپل ټېم تر بریا ورسوی.
د یادوني وړ ده چي دا ټورنمنټ د ۲۶ لوبډلو ترمنځ پيل سوی وو چي درې لوبډلي پکښي د نادعلي، ناوې او مارجې ولسوالۍ څخه وې.
د ټورنمنټ غوره لوبغاړي سردار محمد وو، غوره ګول ساتونکی جاوید احمد او زمریالی د ډیر ګول وهونکي په توګه یاد کړل سو.
په دغه ټورنمنټ کي ډیر ګول وهونکي زمریالي ته د هلمند فوټبال فدراسیون له لوري ډالۍ هم ورکړل سوه.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۴ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.