نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
هلمند ولایت کي د اسلامي امارت په راتګ سره د الکترونکي تذکرو د ورکړي سیستم نن بیا فعاله او د وېش لړۍ یي پیل سوه. نن له غرمې مخکي د هلمند والي محترم مولوي عبدالاحد طالب صاحب ،مرستیال والي محترم مولوي سمیع الله حزب الله صاحب،داطلاعاتو فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد صاحب […]
هلمند ولایت کي د اسلامي امارت په راتګ سره د الکترونکي تذکرو د ورکړي سیستم نن بیا فعاله او د وېش لړۍ یي پیل سوه.
نن له غرمې مخکي د هلمند والي محترم مولوي عبدالاحد طالب صاحب ،مرستیال والي محترم مولوي سمیع الله حزب الله صاحب،داطلاعاتو فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد صاحب د احصایې او معلوماتو ریاست ته ورغله،لمړی یې د یاد ریاست لپاره محترم حافظ محمد رباني حاجي هېواد صاحب د ریاست الوزراء د مکتوب په اساس د رئیس په حیث معرفي کړ.
اوبیا یې هلته د برېښنایي تذکرو د ورکولو بهیر پرانیستی.لمړی ښاغلي والي صاحب او بیا د احصائيې ریس ښاغلي حافظـ محمدرباني صاحب،ورپسې مرستیال والي محترم حزب الله مولوي صاحب او له هغه نه بعد د اطلاعاتو فرهنګ ریس محترم حافظ راشد صاحب د تذکرو ترلاسه کولو لپاره خپلي انفرادي فورمې ډکې کړې.همدا راز هریوه په ترتیب سره دخپل بایمتریک بهیر ترسره کړ.
هلمند والي د باختر آژانس خبریال ګل محمد غورځنګ سره د خبرو په ترڅ کي وویل؛ د احصایې او معلوماتو رئیس وړ شخص دی او د اسلامی امارت سره یې په بېلا ـ بېلو برخو کي دنده مخته وړي چي په وینا یې د لازمو کاري تجربو څخه برخمن دی.
دغه راز هلمند والي له نارینو او ښځینو څخه غوښتنه وکړه ، چي د برېښنایي تذکرو مرکز ته راسي او خپلي تذکرې ترلاسه کړي.
د ده په خبره چي اوس ټولي ستونزي حل دي او د ولسونو پر وړاندي هیڅ ستونزي شتون نه لري. نوموړي زیاته کړه چي راتلونکي کي به د مرکز تر څنګ ولسوالیو کي هم د الکترونکي تذکرو مرکزونه پرانیستل سي.
د احصایې او معلوماتو نوي رئیس حافظ محمد رباني وویل،چي د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر به د پخوا په څېر روان وي او په کارونو کي به نور هم چټکتیا رامنځته سي.
نوموړی وایي، چي نژدې وخت کي به هغه دوه تړل سوي مرکزونه هم فعاله کړي او د مرکز تر څنګ به ولسوالیو ته یې هم دوېش لړۍ وغځوي.
د یادوني وړه ده ،چي د برېښنایي تذکرو ترلاسه کولو مرکز ته هره ورځ څه باندي ۵۰۰ تنه مراجعه کوي چي د یادي ادارې د مسؤلینو په وینا له جملې یې ۲۵۰ تنو کاري مراحل طی کېږي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۵/۲۸ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.