نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ماپښین دهلمند په مرکز لښکرګاه کي دفوټبال فدراسیون، او ورزش آمریت په همکارۍ په هلمند لوبغالي د ۱۷ لوبډلو ترمنځ ټورنامنټ پیل شو. د دي سیالیو په پیلیدو سره دهلمند فوټبالران او دفوټبال مینوالو خوښي څرګنده کړه چي په دي ولایت کي داسي سیالۍ په لاره اچول کيږي دوی د دارنګه سیالیو د دوام […]
نن ماپښین دهلمند په مرکز لښکرګاه کي دفوټبال فدراسیون، او ورزش آمریت په همکارۍ په هلمند لوبغالي د ۱۷ لوبډلو ترمنځ ټورنامنټ پیل شو.
د دي سیالیو په پیلیدو سره دهلمند فوټبالران او دفوټبال مینوالو خوښي څرګنده کړه چي په دي ولایت کي داسي سیالۍ په لاره اچول کيږي دوی د دارنګه سیالیو د دوام غوښتنه کول.
هلمند کي د فوټبال فدراسیون مسؤل بسم الله الهام وایي.
چي پیل سوی ټورنمینټ به شاوخوا دوې اونې دوام وکړي چي هدف یې هلمند کي د فوټبال د لوبو پرمختګ او د ځوانانو ترمنځ همږغي او یوالی رامنځ ته کول دي.
او د دي سیالیو لومړی مقام ګټونکي لوبډلې ته میډالونه اوجایزي هم په پام کي نیول سوي دي.
همدا رنګه نوموړي وویل چي هلمند ولایت کي د ورزشکارانو په ځانګړي ډول د فوټبالرانو لپاره دتیر په پرتله تر بل هر وخت دهیواد په کچه د ورزش لپاره ډیره زمېنه برابره سوي ده،
چي لامل یي د اسلامي امارت راتګ او دامنیتي وضعیت ښه کیدل دي.
نیټه:۱۴۴۳/۵/۱۲ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.