نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرهڼیزو تخمونو د تصدیق ورکولو امریت مسلکي کارمندان هڅه کوي تر څو کروندګرو ته په لوړ کیفیت د غنمو اصلاح سوي تخمونه تولید کړي. سږ کال د معمول سره سم په مرکز لښکرګاه، ناوه، مارجه، نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو کي د غنمو […]
د هلمند ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرهڼیزو تخمونو د تصدیق ورکولو امریت مسلکي کارمندان هڅه کوي تر څو کروندګرو ته په لوړ کیفیت د غنمو اصلاح سوي تخمونه تولید کړي.
سږ کال د معمول سره سم په مرکز لښکرګاه، ناوه، مارجه، نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو کي د غنمو د اصلاح سوو تخمونو د تولید په موخه په ۳۴۰۰ جریبه ځمکه کي غنم کرل سوي.
د یاد امریت د مسلکي کارمندانو په وینا چي د بولان په څېړنیز فارم، د اصلاح سوو تخمونو د تولید تصدۍ او د اصلاح سوو تخمونو د تولیدي شرکتونو لخوا په ۳۴۰۰ جریبه ځمکه کي د غنمو بېلابېل ډولونه (ورایټۍ) په دریو کلاسونو (هستوي،مورني،بنیادي) غنم کرلي دي چې د اټکل له مخي به ۳۰۰۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح سوي تخمونه ورڅخه ترلاسه کړي .
یاد تخمونه د کرني ریاست د کرهڼیزو تخمونو د تصدیق ورکولو امریت د مسلکي کارمندانو لخوا تر دوامداره نظارت او کنټرول لاندي تولیدیږي.
د هلمند ولایت د کرني ریاست مسلکي کارمندان د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کي هڅه کوي تر څو کروندګرو ته د ښه کیفیت لرونکي تخمونه تولید کړي چې د کروندګرو د راتلونکو کلونو د کښتونو په حاصلاتو کي به د پام وړ زیاتوالی راسي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۶ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.