نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دا د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ اړوند مجاهدین وه ، چي تر دوه میاشتنۍ زده کړو وروسته فارغ سوه. د ملي رادیو ټلوېزون خبریال خبر راکوي چي دا ۳۸ تنه د نهرسراج ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ اړوند سرتیري دي ، چي تر دوه میاشتني پوځي او عقیدوي زده کړو ترلاسه کولو […]
دا د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ اړوند مجاهدین وه ، چي تر دوه میاشتنۍ زده کړو وروسته فارغ سوه.
د ملي رادیو ټلوېزون خبریال خبر راکوي چي دا ۳۸ تنه د نهرسراج ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ اړوند سرتیري دي ، چي تر دوه میاشتني پوځي او عقیدوي زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغه سوه. سرتیرو د فراغت په ورستۍ ورځ پوځي نمایش ترسره کړه.
د نهرسراج د امنیه قوماندانۍ مرستیال او د همدې دورې د سرتیرو د فراغت استاد وايي : دا مجاهدینو د تېرو دوه میاشتو راهیسي پوځي او عقیدوي زده کړې ترلاسه کړي دي. نوموړی وایي دا سرتېری به تردې وروسته د خپلي دندي پر مهال له زده کړو مهارتونو کار واخلي ، او په دې توګه به د خپلو ولسونو امنیت خوندي کړي.
روزل سوي سرتیري وايي : په دې دوه میاشتنۍ دوره کي یې غوره پوځي مهارتونه ترلاسه کړي دي ، او کولای سي ، چي د خپلي دندي پر مهال غوره ګټه ترې واخلي. وايي پوځي روزنه د یوه سرتېري لپاره خورا مهه ده ، ترڅو د کار پر مهال له هیڅ ډول ستونزو او خنډ سره مخ نسي ، بلکه د امنیت په ټینګښت کي د لا سته راوړونو او پرمختګونو څخه برخمن سي. دسیمي خلګو دفارغ سوو مجاهدینو څخه خوښي څرګنده کړه او هغوی یې وهڅول ، چي د خپل دین ، ولس او خاوري لپاره ښه خدمت ترسره کړي.
د یادوني وړده چي هلمند کي اوس مهال د مجاهدینو د بېلابېلو قطعاتو سرتېري تر روزني لاندي دي ، او دا هغه څه دي ، چي د یوه سرتېري سره د کار او دندي پر مهال تر ټولو لویه مرسته کوي ، او له بلي خوا کولای سي ، چي په دې توګه له ولسونو سره د ښه چلند او د هغوی د ملاتړ راخپلول هم ترلاسه کړي.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۶ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.