هلمند کرکیټ لوبډله به د وزیر محمد اکبر خان  په دوهمه درجه ولایتي سیالیو کې ګډون وکړي

  دا سیالۍ چې د ۲۹ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي چی په کندهار ولایت کې د لسو لوبډلو سیالۍ په لاره اچول کیږي. او پاته سیالۍ به په خوست او جلال اباد ولایتونو کې ترسره سي. د هلمند کرکیټ بورډ د مسولینو په وینا چې هلمندي لوبډله یې تر یوې میاشتي عملي او […]

 

دا سیالۍ چې د ۲۹ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي چی په کندهار ولایت کې د لسو لوبډلو سیالۍ په لاره اچول کیږي. او پاته سیالۍ به په خوست او جلال اباد ولایتونو کې ترسره سي.

د هلمند کرکیټ بورډ د مسولینو په وینا چې هلمندي لوبډله یې تر یوې میاشتي عملي او تیوري تمریناتو وروسته د ولایتي ټیمونو سره د لوبیدو په موخه کندهار ولایت ولیږدول.

د هلمند لوبډلې کرکیټ روزنکي عبدالرحمن ناصري د  باختر اژانس سره د خبرو پر مهال وویل چې هلمند ولایت به په الف ګروپ کې د کابلB ، غزنی ، هرات  او روزګان ولایت ټیمونو سره لوبي تر سره کړي.

ناصري زیاته کړه چې هلمند لوبډلې ته یې ۳۰ ورځي د بیټینګ، بالینګ او پیلډینګ په برخه کې بېلابیلې زده کړي ورکړې ؛دده په خبره چې هلمندي لوبډله به د پوره مورال سره لوبي ترسره کړي.

د یادوني وړ ده چې هلمند لوبډله به خپله لومړی لوبه د کابل B  لوبډلي سره د رواني سلواغې میاشتي پر ۲۱م نېټه د پنج شنبې په ورځ ترسره کړي.

نېټه: ۱۴۴۳/۷/۵ هــ ق