هلمند: کجکي کې یوه قرارګاه فتح  له ۴ پوستو ګوډاګیان تښتیدلي

دهلمند ولایت  دکجکي ولسوالۍ دګارې په سیمه کې تېره شپه ۱۲:۳۰ بجې  دګوډاګۍ ادارې دمزدورې اردو دګارې  پر قرارګاه ، دپولیسو پر قومندانۍ او پوستو پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړل دبریدونو  په پایله کې قرارګاه مکمله فتحه ، پکې میشت ۳تنه ګوډاګي عسکر ځای پرځای قتل ۴ ژوبل  او  ۲تنه یې ژوندي ونیول شول پاتي […]

دهلمند ولایت  دکجکي ولسوالۍ دګارې په سیمه کې تېره شپه ۱۲:۳۰ بجې  دګوډاګۍ ادارې دمزدورې اردو دګارې  پر قرارګاه ، دپولیسو پر قومندانۍ او پوستو پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړل

دبریدونو  په پایله کې قرارګاه مکمله فتحه ، پکې میشت ۳تنه ګوډاګي عسکر ځای پرځای قتل ۴ ژوبل  او  ۲تنه یې ژوندي ونیول شول پاتي یې په تېښته ولاړل

همداراز په سیمه کې  له ۴ نورو پوستو څخه هم ګوډاګیان  دمجاهدینو دبریدونو له  ډاره وتښتیدل

قرارګاه او پوستې  چې دملکي خلکوپر مځکو جوړي شوي وي  ویجاړي اوله منځه یووړل شوي

دګوډاګیانو ،  ۵ ثقیلان،  ۱ راکټ ، ۳ کارمولي ټوپکونه ،  ۱ خرناسه، یو ايس پي جي ناین توپ ، یو اګایز، یو دورځي غټ  دوربین ،۲غټي  اویوه کوچنۍ مخابرې ، ګڼ شمېر مرمۍ اونور مهمات  دمجاهدینو لاس ته ورغلي

په پېښه کې ۳ تنه مجاهدین هم  زخمیان شوي

۲۰۲۱/۵/۴