نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ورځ چهارشنبه د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو پیسو او د هغوی د بې ځایه لاسوهنو په اړوند د هلمند پوهنتون په تالار کې د پوهنتونونو د استادانو له لوري اعتراضیه غونډه ترسره شوه. غونډه دمعمول سره سم د قران کریم دڅومبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.وروسته د […]
نن ورځ چهارشنبه د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو پیسو او د هغوی د بې ځایه لاسوهنو په اړوند د هلمند پوهنتون په تالار کې د پوهنتونونو د استادانو له لوري اعتراضیه غونډه ترسره شوه.
غونډه دمعمول سره سم د قران کریم دڅومبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.وروسته د پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمن وویل د امریکا له لوري د افغانستان بودیجه کې داسي بې ځایه تصرف د نړۍ د هیڅ قانون له مخې توجیهه کېدای نه شي او دا کړنه یې یوه احمقانه او بې ځایه پریکړه وګڼله.
وروسته د هلمند د دولتي او خصوصي پوهنتونونولپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ډاکتر سمیع الله سعید وویل د غربي استعمار داسي کړنې د افغانستان د مجاهد ملت په حق کې ستره جفا او ستر خیانت دی، هیڅ قانوني او حقوقي اساس نه لري او د ټولو نړیوالو نورمونو او اصولو خلاف عمل دی، او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه وکړه، چې د هیواد په سطحه دي یو پلاوی د افغان ملت په نماینده ګۍ د دې عمل د قضایي اړخ مخته وړلو په هدف نړیوالي سترې محکمې ته ولېږي، نوموړي وویل امریکا په افغانستان کي نظامي ماته خوړلې اوس غواړي د افغانستان په وړاندي یوه بله جګړه چي اقتصادي جګړه ده تمرین کړي.
ورپسې پوهنیار حمیدالله حمیدي په خپلو خبرو کې وویل یادې پیسې د ولس شتمني ده، امریکا دې پر موږ د کړي جنګ تاوان نه اخلي، چې دا کړنه د نړیوالو نورمونو خلاف او د یو ابر قدرت لپاره ذلیلانه عمل دی.
له دې وروسته پوهنیار اسدالله اندیال موضوع له اقتصادي اړخه ښه وشنله، ویې ویل دا پیسې د ولس شتمي ده، چې په امریکا، سویس ، برطانیا او عرب متحده اماراتو کې خوندي دي، کنګل کېدل یې د امریکا سیاسي فشار دی ، له اقتصادي او قضایې اړخه هیڅ صحت نه لري ، بلکې یوازي افغان ملت له خوږ ګوتې نیول شوی دی.
د غونډې په وروستۍ برخه کي د خصوصي پوهنتونونو په استازیتوب استاد عبدالودود طراح وویل افغانستان یو غني هیواد دی، منظم سیستم ته اړتیا ده چې خود کفا شو،هغه د غرب دا کړنه یو ناسم عمل وباله.غونډه د اختتامیه دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېدل.
نېټه:۱۴۴۳/۷/۱۵ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.