هلمند. په ۲۱۵ عزم قول اردو کي د مسلکي زدکړو څخه د فراغت په مناسبت غونډه وسوه

  نن ورځ سې شنبه د هلمند ولایت د ۲۱۵ عزم قول اردو په قرارګاه کي د مخابرې د مسلکي زدکړو څخه د 62 تنو د فراغت په مناسبت غونډه وسوه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاده غونډه کي د عزم قول اردو درستیزوال محترم مولوي عبدالعزیز انصاري،دمخابرې مدیریت مرستیال محترم مولوي حقبین او […]

 

نن ورځ سې شنبه د هلمند ولایت د ۲۱۵ عزم قول اردو په قرارګاه کي د مخابرې د مسلکي زدکړو څخه د 62 تنو د فراغت په مناسبت غونډه وسوه.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاده غونډه کي د عزم قول اردو درستیزوال محترم مولوي عبدالعزیز انصاري،دمخابرې مدیریت مرستیال محترم مولوي حقبین او ګڼ شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
ښاغلي انصاري د مسلکي زدکړو فارغانو ته په خپل وینا کي وویل چي دا نظام ستاسو وخدمت ته اړتیا لري.تاسو باید د هېواد د سپېڅلي نظام د ترقۍ او بهبود دپاره د خپلو وړتیاوو او استعدادونو څخه ګټه پورته کړئ.
د هېواد هراړخیز خدمت خپله اسلامي او ملي دنده وبولئ او په پوره اخلاص،صداقت او ویښتیاسره کاروکړئ.
هغه نوي فارغ سوي محصلین وستایل او د هغو خدمت یې د نظام او هېواد دپاره یوه اړینه چاره وبلل.
او په دې اړه یې لازمي او اړیني سپارښتني او توصیې ترسره کړې.
همدا راز د مخابرې مدیریت مرستیال ښاغلي حقبین د نظام او هېواد ګټو او ملي منافعو ته ژمنتیا د هېواد دهروګړي په ځانګړي ډول د نظامي مجاهدینو اسلامي وجیبه وبلل او نظام ته وفاداري یې ترټولو مهم اصل یاد کړ.
هغه په دې اړه ارزښتناکه او په زړه پوري خبري وکړې.

غونډه د اختتامیه دعاء په کولو سره پای ته ورسېدل.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۹ هــ ق