هلمند: په ګرشک ولسوالۍ کي دوه تنه د بېلابیلو جرمونو په تور ونیول سوه:

  دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د انجران په سیمه کي هغه دوه تنه ونیول سوه چي په بېلابېلو جرمونو تورن وه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د سردارولي او مونډک په نوم دوه وړونه چي د ولي جان اکا زامن دي څو ځله یې خپل پلار وهلی او همداراز د کلي خلګو هم […]

 

دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د انجران په سیمه کي هغه دوه تنه ونیول سوه چي په بېلابېلو جرمونو تورن وه.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د سردارولي او مونډک په نوم دوه وړونه چي د ولي جان اکا زامن دي څو ځله یې خپل پلار وهلی او همداراز د کلي خلګو هم سخت شکایتونه ورڅخه لرل ونیول سوه.

خبر زیاتوي چي دغه دواړو وړونو د تېري ادارې پرمهال څو کاله کندهار کي عسکري هم کړې ده.
دیادولو ده چي د نیولو پر مهال د یادو کسانو سره یوه اندازه چاودېدونکي توکي، بېټرۍ او لینونه هم نیول سوي دي.
نیول سوي کسان امنیتي ارګان ته تسلیم او موضوع یې تر څېړني لاندي ده.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۷ هـ ق