نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د ناوې ولسوالۍ د سرخدوذ په سیمه کي د فرهاد د احمد شاه زوی په نامه یو تن غل چي خپل د عمه د کور څخه یې غلا کړې وه ونیول سو. د غل ترڅنګ یو بل کس چي د نوموړي سره یې په غلا کي ملګرتیا کړې وه هم ونیول سو. یاد […]
نن د ناوې ولسوالۍ د سرخدوذ په سیمه کي د فرهاد د احمد شاه زوی په نامه یو تن غل چي خپل د عمه د کور څخه یې غلا کړې وه ونیول سو.
د غل ترڅنګ یو بل کس چي د نوموړي سره یې په غلا کي ملګرتیا کړې وه هم ونیول سو.
یاد غله خپل د عمه د کور څخه ۱۵۰۰۰۰ یو لک او پنځوس زره کالداري، دوې دانې د سرو زرو غاړګۍ، دوې دانې ګوتمۍ، غوږوالي او نور توکي غلا کړي وه.
د یاد غل د نیول کېدو ترڅنګ د نوموړي سره ځیني نور شیان لکه: یوه ګوتمۍ، ۳۷۵۰۰ اووه دیرش زره پنځه سوه کالداري، یو موبایل، یو دانه ۱۵۰ لمریزه برښنایي هنداره او یو دانه بیټرۍ هم ترلاسه سوي.
د یادوني وړ ده چي د یاد غل سره دوهم نیول سوی مرسته کوونکی کس یوسف نومیږي، د د سرخدوذ په دوراهي کي یې دوکانداري کول.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۹ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.