نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونوپراختیایي پروګرام «UNDP» په مالي او د «ORCD» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نادعلي او ګرشک ولسوالیو په یوشمېر بزګرانو د ۸۲ شنوخونو د اړتیا وړ کرنیز توکي او تخمونه وېشل شوي دي. د یادې پروسې له لارې […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونوپراختیایي پروګرام «UNDP» په مالي او د «ORCD» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نادعلي او ګرشک ولسوالیو په یوشمېر بزګرانو د ۸۲ شنوخونو د اړتیا وړ کرنیز توکي او تخمونه وېشل شوي دي. د یادې پروسې له لارې په شنوخونو کی شامل توکي یوه پایه ۲۰۰۰ لیتره د اوبو زېرمه، یوه د اوسپنې پایه او یو بشپړه شنه خونه وېشل شوي دي. دغه راز په ١٧ تنه بزګرو دوه ۲۵۰ واته لمریزې تختې، یو د اوبو اوبازک ، یو سیټ د لمریزو تختو پایه، ٢٨٠ میتره د ډرف ایرکیشن پایپ، ٣٠ میتره د اوبازک پایپ ، ۱۰ میتره اوسپنیز پایپ، یو عدد فلیټر او نور توکي شامل دي. ددی ترڅنګه هر بزګر ته یو د بڼوالۍ او یو داصلاح شویو تخمونو کیټونه هم ووېشل شول. په هلمند کې د یادو ولسوالیو بزګر خوښي وښودل، چې د شنو خونو جوړېدل یې د کرنیز اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري او ددوی د کورنیو لپاره د عایداتو ښه سرچینه جوړېدلای شي. د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې شنو خونو په جوړېدو سره به زموږ د ټولنې تر ټولو خواريکښه طبقه (بزګران) وکولاى شي، چې خپل توليدات په مختلفو فصلونو کې بازار ته وړاندې کړي او د توقع وړ ګټه به ترې لاس ته راوړي او ددې ترڅنګ به د سيمې او ګاونډيو هيوادونو د بې کیفیته کرنيزو توکو د وارداتو مخه هم ډب شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.