هلمند ولایت د کرکیټ لومړۍ درجې ولایتي سیالیو ته لاره ومونده

  د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کي تېره ورځ د غزني کرکیټ لوبډلې د هلمند ولایت له لوبډلې سره د کندهار ولایت په ملي کرکيټ لوبغالي کې لوبه پیل کړه، چې په پایله کې یې د هلمند ولایت لوبډلې بریا خپله کړه. غزني لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او […]

 

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کي تېره ورځ د غزني کرکیټ لوبډلې د هلمند ولایت له لوبډلې سره د کندهار ولایت په ملي کرکيټ لوبغالي کې لوبه پیل کړه، چې په پایله کې یې د هلمند ولایت لوبډلې بریا خپله کړه.

غزني لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او خپل ټول لوبغاړي یې په ۴۰م اور کې په ۱۶۹ منډو له لاسه ورکړل. د غزني لپاره کامران حسین خیل ۳۵ او جان محمد زړګي ۲۰ منډې جوړې کړې.

د هلمند لپاره په توپ اچونه کې عبدالودود اکاخیل ښه وځلېد او درې وېکټې یې ترلاسه کړې د نوموړي ترڅنګ دستګیر او شاه محمد دوې دوې او مصطفی سنګر یوه وېکټ ترلاسه کړه.

د یاد هدف په ځواب کې هلمند لوبډلې بهترینه لوبه وکړه او هدف یې پرته له کوم زیانه په لسو وېکټو پوره کړ، دواړو پیلیزو توپوهونکو په ګډه ۳۵ اورونه ولوبول او تر پایه یې خپلې وېکټې له لاسه ورنکړې، شریف الله بارکزي ۸۲ او قدرت الله کاکړ ۶۸ منډې جوړې کړې.

د غزني لپاره ۷ لوبغاړو توپ اچونه وکړه خو یوه یې هم د غزني په ګټه کومه وېکټ ترلاسه نکړه، شریف الله بارکزی یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول سو.

په دې بریا سره هلمند ولایتي لوبډله وتوانېدل چې د روانو دویمه درجه سیالیو په لومړي ګروپ کې د جدول د سر لیکه خپله کړي او د ګروپ د مخکښې لوبډلې په توګه د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره ومومي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۷ هـ ق