هلمند والي له مرکز څخه د زندانونو د څیړني له پلاوي سره وکتل

    دغه ولایت ته له مرکز کابل څخه د زندانونو د چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد یوسف مستري صاحب په لارښوونه د زندانونو د څیړني یو پلاوی راغلی،چې مشري یې مولوی عبدالهادي مالي اخند زاده صاحب کوي. نوموړي پلاوي تېره ورځ د هلمند والي عبدالاحد ( طالب مولوي صاحب)  سره د هغه […]

 

 

دغه ولایت ته له مرکز کابل څخه د زندانونو د چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد یوسف مستري صاحب په لارښوونه د زندانونو د څیړني یو پلاوی راغلی،چې مشري یې مولوی عبدالهادي مالي اخند زاده صاحب کوي.

نوموړي پلاوي تېره ورځ د هلمند والي عبدالاحد ( طالب مولوي صاحب)  سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل او د زندان اړوند یې پر ځینو موضوعاتو خبري وکړې.

 

یاد پلاوی چې د زندانونو د چارو د ارزونو، پرمختګونو ، خنډونو او ستونزو د حل په موخه له مرکز څخه راغلی وو، تېره ورځ یې د هلمند محبس ستونزي او لاس ته راوړني د هلمند والي سره شریکي کړې.

 

ښاغلي مالي اخند زاده د هلمند والي سره د خبرو پر مهال وویل چې د هلمند زندان د ستونزو کچه ډېره کمه سوی ده د ده په خبره چې په تېرو دوو ورځو کې یې د بندیانو سره د هغوی پر ستونزو او مشکلاتو خبري کړي دي.

 

مالي اخند زاده زیاته کړه چې لاهم دې زندان کې یو شمېر ستونزي شتون لري چې د ولایتي ادارې سره به یې په همږغۍ حل کړي.

 

اخند زاده صاحب د هلمند ولایتي ادارې څخه غوښتنه وکړه چي د عامې روغتیا ریاست دي په محبس کې د بندیانو روغتیا ته عاجله پاملرنه وکړي تر څو بندیانو ته په روغتیايي برخه کې ستونزي ډېري نه سي.

 

هلمند والي طالب مولوي صاحب د راغلي پلاوي څخه د منني تر څنګ زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په زندان کې ډیري اسانتیاوي رامنځته سوي دي ولایتي اداره لاهم په دې هڅه کې ده

چې د زندانیانو ټول حقوق پوره کړي.

 

مولوي صاحب زیاته کړه چې په ګرفتاریو کې به هیڅ ډول غیري قانوني کړنه نه ترسره کیږي او که کوم څوک په غیرقانوني کړنه او یا هم د بندیانو سره په ناوړه چلند ولیدل سو جدي او قانوني چلند به ورسره وسي او همدارنګه يې د غیرقانوني ګرفتاریو د مخنیوي ډاډ هم وړاندي کړ.

 

طالب مولوي صاحب زیاته کړه چې هر هغه توقیف چې غیري قانوني ترسره سوی وي د څارنوالۍ له مسولینو لخوا به یې دوسیه نه تسلیمیږي .

 

نېټه؛۱۴۴۳/۶/۷ هــ ق.