نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ورځ پنجشنبه د هلمند ولایت والي محترم طالب مولوي صاحب ددې ولایت د ګڼ شمېر علماء کرامو،مسئولینو او عامو خلګو سره د ولایت مقام کي په جلاجلا توګه وکتل. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي په دې لیدنو کي راغلو علماءکرامو،مسئولینو او عامو خلګو خپل ستونزي او وړاندیزونه هلمند والي ته وړاندي کړه. او […]
نن ورځ پنجشنبه د هلمند ولایت والي محترم طالب مولوي صاحب ددې ولایت د ګڼ شمېر علماء کرامو،مسئولینو او عامو خلګو سره د ولایت مقام کي په جلاجلا توګه وکتل.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي په دې لیدنو کي راغلو علماءکرامو،مسئولینو او عامو خلګو خپل ستونزي او وړاندیزونه هلمند والي ته وړاندي کړه. او د حل په موخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. والي صاحب د هغو د ستونزو او اړینو چارو تر اورېدلو وروسته اړوند مراجعو ته لازمي لارښووني او سپارښتني وکړې. نوموړي وویل چي د خلګو خدمت کول زموږ اساسي دنده ده. موږ به د خپل توان ترحده د ستونزو د حل دپاره نه ستړي کېدونکي هلي زلي کوو. هغه زیاته کړه چي دا نظام د شهیدانو د وینو ثمره ده او په ډېرو قربانیو راغلی دی. موږ به ددې سپېڅلي نظام د بقاء دپاره خپل هیڅ راز هڅه ونه درېغوو. حق وحقدار ته رسول،د ظالم څخه د مظلوم دفاع کول او د اسلامي اصولو موافق نظام جوړونه او کار کول د شهیدانو سپېڅلی ارمان وو.چي موږ به یې په خپل ټول قوت سره د پوره کولو زیار باسو. ښاغلي والي صاحب خلګو ته په خطاب کي وویل چي موږ ستاسو په خدمت کولو مکلف یو،موږ ستاسو حاکمان نه بلکي ستاسو خادمان یو.که مو په موږ ستونزه نه حل کېدل نو تر لوړو مقاماتو او مشرتابه پوري رسولو کي هم درسره همکاري کوو.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۸ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.