هلمند والي د نړیوالو مؤسساتو دپولیو د مسئولینو سره ولیدل

نن له غرمې مخکي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د ډبلیو،ایچ،او. او یونېسیف موسیسو د پولیو له مسئولینو سره د ولایت په مقام کې لیدنه وکړه.   د افغانستان لپاره د ډبلېو،ایچ،او، د پولیو مسئول ښاغلی ډاکټر صاحب عرفان او د یونېسیف له خوا د پولیو مسئول ښاغلی ډاکټر شمشېر علي خان او […]

نن له غرمې مخکي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د ډبلیو،ایچ،او. او یونېسیف موسیسو د پولیو له مسئولینو سره د ولایت په مقام کې لیدنه وکړه.

 

د افغانستان لپاره د ډبلېو،ایچ،او، د پولیو مسئول ښاغلی ډاکټر صاحب عرفان او د یونېسیف له خوا د پولیو مسئول ښاغلی ډاکټر شمشېر علي خان او ورسره پلاوي په داسي حال کې د ښاغلي والي صاحب سره وکتل چې د هلمند د عامي روغتیا سرپرست رئیس او د بست روغتون یو شمېر ډاکتران او همکاران هم حاضر وه.

 

ډاکتر صاحب عرفان له هرڅه نه مخکي د افغانستان په سطحه تېره میاشت د پولیو د واکسین د ترسره کېدلو په اړه د اسلامي امارت څخه مننه وکړه،چې د دوی سره یې بشپړه او هراړخیزه همکاري وکړه.او په ټول افغانستان کې د واکسین بهیر د ډاډمن امنیت په فضاء کې ترسره سو.

نوموړي د ولایت مقام څخه غوښتنه وکړه چې و دوی ته د مسجد په مسجد واکسین پر ځای د کور په کور واکسین کولو اجازه ورکړي.

ترڅو دوی وتوانېږي د افغانستان وټولو ماشومانو ته د هېواد په کچه د پولیو څاڅکي ورسوي. هغه وویل چې پولیو په ټوله نړۍ کې ختم سوې ده خو یوازي په افغانستان او ګاونډي ملک کې لا تراوسه بشپړ دا مرض ختم سوی نه دی.

ښاغلي عرفان زیاته کړه چې موږ هیله لرو چې د اسلامي امارت په همکارۍ دا مرض د افغانستان څخه هم ختم سي.

 

وروسته ښاغلي والي صاحب د راغلي پلاوي څخه مننه او قدرداني وکړه. او د هغوی هغه هڅي یې وستایلې چې د افغانانو سره یې د صحت په برخه کې کړي دي.

نوموړي وویل چې هلمندي ولس ډېر کړېدلی او ځورېدلی دی.هغه په ځانګړي ډول د هلمند د لېري پرتو سیمو لکه بغنی،باغران،نوزاد،واشېر،بهرامچه ،دېشو او خانشین یادونه وکړه.چې دا سیمي د صحت او نورو برخو کې وعاجلو مرستو او کومکونو ته اړتیا لري.ښاغلي والي صاحب و راغلي پلاوي ته د خپل لوري د امنیت او نورو برخو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.هغه وویل اسلامي امارت داسي یو نظام دی چې د مشرتابه هره پرېکړه یې د هېواد په ټول قلمرو کې یوشان عملي کېږي.

اوس د قدرت جزیرې ختم سوي دي او افغانستان د یو ځواکمن او مرکزي نظام څښتن دی.

د پولیو د واکسین د کمپاین په اړه چې د مشرتابه هرراز پرېکړه دوی ته ورسېږي نو دوی ته د قبول وړ ده.

 

نېټه:۱۴۴۳/۵/۱۰ هـ ق