هلمند والي د مرکز او ولسوالیو د ګڼ شمېر خلګو سره لیدني وکړې:

  نن ورځ چهارشنبه د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو د ګڼ شمېر علماءکرامو،مجاهدینو او عامو خلګو سره د ولایت مقام په انګړ کي جلاجلا لیدني وکړې. د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي په دې لیدنو کي ښاغلي والي صاحب د خلګو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل. او په […]

 

نن ورځ چهارشنبه د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو د ګڼ شمېر علماءکرامو،مجاهدینو او عامو خلګو سره د ولایت مقام په انګړ کي جلاجلا لیدني وکړې.

د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي په دې لیدنو کي ښاغلي والي صاحب د خلګو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل.
او په اړه یې لازم اجرائات ترسره کړه.
والي صاحب خلګو ته په خطاب کي وویل چي موږ ستاسو د خدمت کولو دپاره شپه او ورځ لاس په کاریو.او د خپل وس تر بریده به درسره همکاري کوو.
نوموړي زیاته کړه چي مسئولیت یو سترامانت دی نو باید ددې سترامانت په اداکولو کي پوره زیار او کار وکړو.

دیادولو وړ ده چي هلمند والي د معمول سره سم هره ورځ د عامو خلګو د ستونزو د څېړلو او د هغو د پاره د حل د لارو چارو په موخه د ګڼ شمېر خلګو سره په لیدنو کتنو بوخت وي.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۰ هــ ق