نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند ولایت محترم والي عبدالاحد طالب مولوي صاحب د لښکرګاه ښار د هلکانو مرکزي لیسې له زده کوونکو سره د لیدني په موخه غونډه وکړه. په دغه غونډه کي د هلمند والي ترڅنګ، د یادي لیسې مدیر محترم عبدالحکیم نبیل، د پوهني رئیس مولوي محمد عوض (انصاري)، دیني عالم شیخ مولوي محمد […]
نن د هلمند ولایت محترم والي عبدالاحد طالب مولوي صاحب د لښکرګاه ښار د هلکانو مرکزي لیسې له زده کوونکو سره د لیدني په موخه غونډه وکړه.
په دغه غونډه کي د هلمند والي ترڅنګ، د یادي لیسې مدیر محترم عبدالحکیم نبیل، د پوهني رئیس مولوي محمد عوض (انصاري)، دیني عالم شیخ مولوي محمد ګل صاحب، د یادي لیسې ښوونکو، سر ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د غونډي پیل د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وسو ورپسې دیني عالم شیخ مولوي محمد ګل صاحب خپله وینا پیل کړه. نوموړي پخپلو خبرو کي زده کوونکو ته سپارښتنه وکړل چي خپل ځانونه د شریعت مطابق جوړ کړي، پردي افکار له خپلو مغزو څخه وباسي، خپل په درسونو کي زیار وباسي، د خپلو ښوونکو احترام وکړي او خپل نیتونه اصلاح کړي.
وروسته محترم والي صاحب خپلي خبري پیل کړې، نوموړي زده کوونکو ته وویل دا چي په تېره اداره کي تاسي ته داسي مفکوره درکړل سوې چي ګواکي امارت د زده کړي خلاف دی نو په همدې موخه موږ دلته راغلي یو چي تاسي ته ډاډ درکړو چي امارت هیڅکله نه د زده کړو خلاف وو او نه به هم وي، نوموړي زده کوونکو ته وویل چي پخپلو درسونو کي زیار وباسي ځکه تاسي ددې هیواد راتلونکي یاست تاسي به په اینده کي ددې نظام برخه واوسی، تاسي باید له ځانونه فیلوټان، انجینران او ډاکټران جوړ کړئ ترڅو خپل د هیواد او خلګو شته ستونزي له منځه یوسی.
وروسته د یادي لیسې مدیر نبیل صاحب پخپلو خبرو کي وویل چي د ښوونځۍ نظم یې برابر کړی، همداراز یې د پوهني ریاست څخه مننه وکړل چي ددغه لیسې د کړکیو او دروازو په ترمیم او د ټولګیو په رنګولو کي یې له دوی سره مرسته کړې او ددغه ریاست څخه یې غوښتنه وکړل چي ددوی لیسې ته دي ۱۸ تنه نور ښوونکي چي یاده لیسه ورته ډیره اړتیا لري ورکړي.
د هلمند پوهني ریس مولوي محمد عوض انصاري وویل : په دې ولایت کي ټولي ۱۱۷ ښوونځۍ فعاله دي چي شاوخوا درې زره ښوونکي کمبود لري او په اړه يي مرکزي دولت ته خپل وړاندیزونه او غوښتني رسولي دي.
د پروګرام په وروستیو کي له ځیني زده کوونکو څخه ذهني پوښتني وسوې او په نغدي ډالیو ونازول سوه. دغه ډول د یادي لیسې د یو شمېر ښوونکو سره هم نغدي مرسته وسوه.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۶ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.