نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند والي محترم عبدالاحد( طالب مولوي صاحب) نن د یکشنبې په ورځ په ولایت مقام کې د یو شمېر خلګو او مراجعینو ستونزي او غوښتني مخامخ د حل په موخه واورېدې. ولایت مقام ته راغلو مراجعینو دخپلو سیمو اړوند الکترونیکي تذکرو، د موسساتو له لوري د جګړه ځپلو او بیوزله کورنیو سره مرستي، د معلولینو سره […]
د هلمند والي محترم عبدالاحد( طالب مولوي صاحب) نن د یکشنبې په ورځ په ولایت مقام کې د یو شمېر خلګو او مراجعینو ستونزي او غوښتني مخامخ د حل په موخه واورېدې.
ولایت مقام ته راغلو مراجعینو دخپلو سیمو اړوند الکترونیکي تذکرو، د موسساتو له لوري د جګړه ځپلو او بیوزله کورنیو سره مرستي، د معلولینو سره د هغوی د حقوقو او هغوی ته د کاري زمینې برابرولو ستونزي شریکي کړې.
د دې ليدنو پر مهال راغلو خلګو د هلمندي ولسونو په نمایندګۍ د هلمند والي هڅې وستایلې او قدردانی یې وکړ او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره د ولسونو او دولت تر منځ واټن نږدي سوی او هر شخص کولای سي چې خپلي ستونزي د مسول کس سره شریکي کړي .
د دوي په خبره چې د دولت دغسي کړني د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو په پياوړتیا او واټن کمولو کي ډیر مهم دي .
هلمند والي د راغلو مراجعینو ستونزي او غوښتني په غور واوریدې او راغلو کسانو ته یې د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د هلمندي ولسونو ستونزي او غوښتني به د اسلامي امارت تر لوړ پوړو مسولینو پوري رسوي.
هلمند والي یو شمیر عرایض حاضرو مسولینو ته راجع کړل او ځیني نور عرایض یې تر احکامیدو وروسته اړوند ادارو ته ولېږل.
هلمند والي طالب مولوي صاحب د خپلو خبرو پر مهال د هلمندي ولسونو قومي مشرانو، علماو او ځوانانو
څخه د منني تر څنګ وویل چې نه یواځي د ولایت مقام دروازه د خلګو پر مخ خلاصه ده بلکي د هرې ادارې دروازه د ولسونو پر مخ پرانیستې ده د ده په خبره چې د هر ډول قید او شرط پرته هر څوک کولاي سي ولایت مقام ته راسي او خپلي ستونزي په مخامخ ډول د هلمند والي سره شریکي کړي.
نېټه؛۱۴۴۳/۶/۶ هــ ق.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.