نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې مخکې د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د هلمند د استېناف څارنوالۍ له سرپرست رئیس محترم مولوي عبدالجبارهجرت صاحب او د مرافعه محکمې د مفتي محترم حنفي مولوي صاحب او یوشمېر نورو قاضیانو او مفتیانو او قضایي چارو د مسئولینو سره لیدنه وکړه. د قضایي چارو مسئولینو هلمند والي ته خپل […]
نن له غرمې مخکې د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د هلمند د استېناف څارنوالۍ له سرپرست رئیس محترم مولوي عبدالجبارهجرت صاحب او د مرافعه محکمې د مفتي محترم حنفي مولوي صاحب او یوشمېر نورو قاضیانو او مفتیانو او قضایي چارو د مسئولینو سره لیدنه وکړه.
د قضایي چارو مسئولینو هلمند والي ته خپل ستونزي او وړاندیزونه وړاندي کړه.
نوموړو وویل چې د قضایي چارو د بهیر د چټک کولو لپاره د پرسونل و ډېروالي ته اړتیا ده ترڅو د خلګو قضایي مشکلات پروخت باندي حل و فصل او مقدماتو ته پر وخت لاس رسی وسي.
دوی په ټینګار سره وویل چې د هلمند د اولسونو مقدمات،حقوقي ،جنایي او نور مسایل د دې تقاضا کوي چې د قضایي چارو د مسئولینو،قاضیانو او مفتیانو تعداد زیات سي او د هغو د امنیت او نورو ضرورتونو غم وخوړل سي.
ترڅو د ستونزو د حل د لارو چارو لپاره اغېزمن او پروخت اقدامات ترسره سي.
هلمند والي د دوی وغوښتونو ته مثبت جواب ورکړ او د خپل لوري یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
والي صاحب وویل چې دا ولسونه ډېر زیات کړېدلي او ځورېدلي دي،د خلګو اقتصادي وضعیت او نورو ستونزو ته په کتو باید د دوی د مقدماتو د حل او فصل بهیر د امکان ترحده چټک سي. هغه د عالي ادارې څخه د یو مکتوب په زریعه د هلمند د قضایي چارو د حل په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نېټه:۱۴۴۳/۵/۱۰ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.