هلمند: نوزادکې لوړپوړي پلاوي  په نښه روږدو کسانو له ساتن ځای نه لیدنه وکړه

د ولایت مقام لخوا ټاکل سوي پلاوي نن سهار په نوزاد دلسوالۍ کي په نشه روږدو کسانو دساتن ځای څخه لیدنه وکړه. نن ورځ یکشنبه سهار یاد پلاوي په دغه ساتن ځای کي موجودو په نشه روږدو کسانو سره خبري وکړي او دهغوی دحال احوال پوښتنه یې وکړه او دهغوی څخه یې وغوښتل که دیاد […]

د ولایت مقام لخوا ټاکل سوي پلاوي نن سهار په نوزاد دلسوالۍ کي په نشه روږدو کسانو دساتن ځای څخه لیدنه وکړه.

نن ورځ یکشنبه سهار یاد پلاوي په دغه ساتن ځای کي موجودو په نشه روږدو کسانو سره خبري وکړي او دهغوی دحال احوال پوښتنه یې وکړه او دهغوی څخه یې وغوښتل که دیاد ساتن ځای د مسؤلینو څخه کوم شکایت یا ستونزي لري په ډاډه توګه دې دپلاوی سره شریکي کړي

دغه ډول د پلاوي دمشرتابه لخوا مسؤلینو ته سپارښتنه وسوه چي په ساتن ځای کي دموجودو کسانو سره نیکه رویه اوصمیمانه برخورد وکړي.

د دې ساتن ځای مسؤل وایي:  چي د ولایتي ادارې دمشرانو دهدایت سره سم یې دنوزاد ولسوالۍ شا وخوا،  او اړونده سیمو څخه یې (۲۵) تنه په نشه روږدي کسان د درملني په موخه یاد ساتن ځای ته ددې لپاره راټول کړي، چي له یوه اړخه په سیمه کي په بشپړه توګه دغلاوو مخه ونیول سي

او له بلي خوا دغه کسان چي اوس مهال دخپلو کورنیو او ټولني داوږو بار ګرځېدلي، تر رغېدا وروسته به یې په ټولنه کي دغلاوو مخه ونیول سي او دوی به هم دخپلو کورنیو سره یو ځای هوسا ژوند وکړي.

په دغه ساتن ځای کي شته روږدي کسانو  داسلامي امارت  څخه خوښي وښودل چي ددوی د درملني اوژغورني لپاره یې دانیک اقدام کړی.

تاریخ: ۱۴۴۳/۳/۴ هق

۲۰۲۱/۱۰/۱۰