نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د نري مانده په سیمه کي د محترم قاري مولوي میراجان فهیم صاحب په مدرسه کي د قاري صاحبانو د دستارفضیلت په مناسبت یوه ستره او شانداره جلسه ترسره سوه. په دغه جلسه کي علماء کرامو، د مدرسې استادانو، نعت خوانانو، مجاهدینو او د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي […]
نن د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د نري مانده په سیمه کي د محترم قاري مولوي میراجان فهیم صاحب په مدرسه کي د قاري صاحبانو د دستارفضیلت په مناسبت یوه ستره او شانداره جلسه ترسره سوه.
په دغه جلسه کي علماء کرامو، د مدرسې استادانو، نعت خوانانو، مجاهدینو او د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي ګډون کړی وو. غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته ګڼ شمېر دیني عالمانو په خپل وار سره د قرانکریم د قرائت او تجوید د زده کړي او فضایلو په اړه ارزښتناکي او علمي ویناوي وکړې او د قرانکریم د قاریانو د حیثیت او اوصافو په اړه یې د اسلامي ارشاداتو مطابق ویناوي وکړې.
د جلسې په بهیر کي د نعت خوانانو له خوا خوږې او بېلابېلي حماسې ترانې هم زمزمه کېدلې چي د ګډونوالو دخوا په ډېر جوش او شوق سره بدرګه کېدلې. د جلسې امنیتي چاري د نادعلي ولسوالۍ د استخباراتو د مسئول محترم ملاعبدالقادر واحدیار صاحب د ملګرو تر مدیریت لاندې وې. وروسته فارغ سوو قاریانو صاحبانو ته د فراغت سندونه ورکړل سوه او جلسه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۲ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.