هلمند: نادعلي ، مارجه اوګرمسیرکې ۵۴ تنه عسکر،پولیسو اوسنګوریان له مجاهدینوسره یوځای شوي

دامیرالمؤمنین – حفظه الله تعالی – دعمومي عفوې له فرمان نه په استفاده دهلمند په نادعلي ولسوالۍ کې تېره ورځ  دګوډاګۍ ادارې ۲۵ تنه پولیس، سنګوریان، او اداري کارکونکي دحقائقو په درک کولو سره له ۳ کلاشنکوفونو،  ۱ توپنکچې سره مجاهدينو ته راغلل نوموړي ټول دنادعلي ولسوالۍ دبیلا بیلو سیمو اوسیدونکي دي چې په لښکرګاه […]

دامیرالمؤمنین – حفظه الله تعالی – دعمومي عفوې له فرمان نه په استفاده دهلمند په نادعلي ولسوالۍ کې تېره ورځ  دګوډاګۍ ادارې ۲۵ تنه پولیس، سنګوریان، او اداري کارکونکي دحقائقو په درک کولو سره له ۳ کلاشنکوفونو،  ۱ توپنکچې سره مجاهدينو ته راغلل

نوموړي ټول دنادعلي ولسوالۍ دبیلا بیلو سیمو اوسیدونکي دي چې په لښکرګاه اونادعلي کې یې  وظیفي ترسره کولي

همداراز  دهلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې تېره ورځ  دګوډاګۍ ادارې ۱۳ تنه پولیس، سنګوریان او ادارې کارکونکي  او په مارجه ولسوالۍ کې ۱۶ تنه   له ۵ کلاشنکوفونو ، ۲ کارمولي ټوپکونو اویوې توپنګچې سره مجاهدینو  سره یوځای شوي

نوموړوکلکي ژمني کړي چې نور به  هیڅکله دګوډاګۍ ادارې لیکوته ورنه شي

نوموړو ته داسلامي امارت ددعوت ارشادجلب اوجذب کمېسیون  له لوري امن کارتونه هم ورکړی شول

۲۰۲۱/۸/۱۱