نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په موسی کلا ولسوالۍ کي د دستار فضیلت په ویاړ لویه جلسه ترسره سوه: نن د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي د مدرسه نسیمیه څخه ددیني زده کړو د لویي او وړې دورې د ۲۵۳ تنه قاریانو، حافظانو او فاضلانو د فراغت په ویاړ یوه لویه او ستره جلسه جوړه سوې وه. […]
په موسی کلا ولسوالۍ کي د دستار فضیلت په ویاړ لویه جلسه ترسره سوه:
نن د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي د مدرسه نسیمیه څخه ددیني زده کړو د لویي او وړې دورې د ۲۵۳ تنه قاریانو، حافظانو او فاضلانو د فراغت په ویاړ یوه لویه او ستره جلسه جوړه سوې وه.
په جلسه کي د موسی کلا ولسوالۍ د ولسوال حاجي فضلي څخه ترڅنګ، ددغه ولسوالۍ امنیه قواندان، د فراه ولایت والي الحاج محترم روحاني صاحب، د یادي مدرسې ښوونکو او زده کوونکو، د موسی کلا او لیري پرتو سیمو علماء کرامو، مسؤلینو، مجاهدینو، عامو اوسېدونکو، د ترنم په برخه کي مشهور ترانه ویوونکي الحاج ملا فقیر محمد (دروېش) او نورو هم ګډون درلود.
جلسه د معمول سره سم د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه، وروسته ګڼو دیني عالمانو خپلي ارزښتناکي ویناوي پیل کړې، دوی پخپلو خبرو کي نوي فارغ سوو قاريانو، حافظانو او فاضلانو ته ګټوري ارزښت لرونکي توصیې او سپارښتني وکړې، له فارغینو یې وغوښتل چي خپل زده کړی علم تر نورو مسلمانانو ورسوي، خلګو ته د اسلام د سپېڅلي دین احکامات ورسوي، ددیني علم په رسولو کي خپل تروسه کوښښ وکړي ترڅو زموږ د هیواد بچیان ددغه زده کړو لپاره اړ نسي چي ګاونډیو هیوادونو ته سفر وکړي.
همداراز ددغه ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي فضلي صاحب پر اسلامي امورو او قوانینو باندي بحث وکړ او خلګو ته یې سپارښتنه وکړل ترڅو ځانونه پر شریعت برابر کړي.
د پروګرام په جریان کي د الحاج ملا فقیر محمد (دروېش) صاحب په شمول ګڼو نورو ترانه ویوونکو پخپلو خوږو اوازونو د جلسې ګډونوال د ترنم په ټال و زنګول.
د یادوني وړ ده چي د یادي جلسې امنیتي چاري د موسی کلا ولسوالۍ امنیه قوماندان محترم نافظ حاجي ملا صاحب او محترم ولسوال حاجي فضلي صاحب په غاړه وې.
د جلسې په وروستیو کي فارغینو ته د فراغت په ویاړ بګړۍ وتړل سوې او د مدرسې د ادارې له لوري د زده کړو د بشپړېدو اسناد ورکړل سوه.
جلسه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۴ هـ ق
هلمند:
په نهرسراج ولسوالۍ کي ددستار فضیلت په مناسبت جلسه جوړه سوه:
نن د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د پساو په سیمه کي ددیني زده کړو څخه د فاضلانو او قاریانو صاحبانو د فراغت په مناسبت جلسه جوړه سوه.
په دغه جلسه کي، د نهرسراج ولسوالۍ مجاهدینو، مسؤلینو، علماء کرامو او عامو وګړو ګډون درلود.
جلسه د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته دیني عالمانو هر یوه په خپل نوبت سره فارغینو ته د فراغت د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ددیني علم د فضایلو، اهمیت او ارزښتونو اړوند مفصلي او ارزښتناکي ویناوي وکړې او فارغینو ته یې ګڼي ارزښت لرونکي سپارښتني وکړې.
د یاد پروګرام په وروستیو فارغینو ته د ویاړ بګړۍ وتړل سوې او د زده کړو د بشپړېدو سندونه د مدرسې د ادارې له لوري ورکړل سوه.
جلسه په اختتامیه دوعاء سره پای ته ورسېده.
په مارجې ولسوالۍ کي د دستار فضیلت په ویاړ جلسه وسوه:
نن د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کي د شیخ مولوي عبدالاحد صاحب له مدرسې څخه د فاضلانو او قاريانو د فراغت په ویاړ جلسه جوړه سوه.
په جلسه کي ددغه ولسوالۍ علماء کرامو، مسؤلینو، مجاهدینو، ترانه ویوونکو او عامو وګړو ګډون درلود.
د جلسې پیل د کلام الله مجید د مبارکو ایاتو په تلاوت سره وسو ورپسې ګڼ شمېر دیني علماء کرامو په خپل وار سره فارغینو ته د فراغت مبارکۍ وویلې همداراز یې ددیني علم او قران کریم د قرائت او تجوید د زدکړي پر اهمیت او ارزښتونو خبري وکړې.
د جلسې په بهیر کي د نعت خوانانو له خوا خوږې حماسي او جهادي ترانې هم زمزمه کېدلې او د ګډونوالو خوا په ډېر شوق سره بدرګه کېدلې.
د پروګرام په وروستیو کي فارغینو ته د فراغت بګړۍ وتړل سوې او د مدرسې د ادارې لخوا د فراغت اسناد ورکړل سوه.
د یادوني وړ ده چي د جلسې امنیتي چاري د مارجې ولسوالۍ د استخباراتو د مسئول محترم احمد صاحب د ملګرو په غاړه وې.
په ګرمسېر کي د قاریانو او حافظانو د فراغت په ویاړ جلسه جوړه سوه:
نن د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د خواجه اباد د شاګی په کلي کي دمولوي عبدالرازق مُحسین مولوي صاحب په مدرسه کي د قاریانو اوحافظانو د فراغت په ویاړ یو عظیم الشانه جلسه جوړه سوې وه.
په یاده جلسه کي د ګرمسېر د اوسېدونکو ترڅنګ د لیرو پرتو سیمو څخه جید علماء کرامو، مسؤلینو، مجاهدینو او عامو وګړو هم ګډون کړی وو.
جلسه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته ګڼ شمېر دیني عالمانو فارغینو ته مبارکۍ وویلې او همدا ډول یې د اسلامي نظام، دیني زده کړو او شریعت په اړه ګټوري ویناوي وکړې.
د جلسې په اخره کي فارغ سوو حافظانو او قاریانو ته د ویاړ بګړۍ وتړل سوې او د فراغت اسناد ورکړل سوه.
یاد پروګرام په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.