نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د سره صليب نړيوالي ادارې (آی سي آر سي) لخوا د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کي د معلولينو لپاره د نوي فزيکي مرکز جوړلو ساختماني چاري پيل کيږي. د دغه مرکز د جوړولو لپاره د مؤثر ترتیب او مشخصاتو د یقیني کولو لپاره د ډیزاین داوږدو مرحلو وروسته او په هیواد کي د […]
د سره صليب نړيوالي ادارې (آی سي آر سي) لخوا د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کي د معلولينو لپاره د نوي فزيکي مرکز جوړلو ساختماني چاري پيل کيږي.
د دغه مرکز د جوړولو لپاره د مؤثر ترتیب او مشخصاتو د یقیني کولو لپاره د ډیزاین داوږدو مرحلو وروسته او په هیواد کي د وروستیو پيښو له امله د تدارکاتو له ځنډېدو وروسته اوس مهال د عملي کار دشروع کولو مرحله پیل کیږي.
که څه هم تردې وړاندي ( آی سي آرسي) په لښکرګا کي خپل دفتر ته څېرمه دمعیوبینو او معلولینو دفزیکي بیا رغاوني مرکز درلود چې ۱۱ کاله وړاندي پرانیستل سوی وو او دغه روغتيايي مرکز دهغه مراکزو يوه څانګه ده کوم چي (آی سي آرسي) په افغانستان کي د معيوبينو سره د همکارۍ لپاره جوړ کړي دي.
او دهیواد د جنوبي ولایتونو خلګو ته ځیني روغتیایي خدمتونه وړاندی کوي لکه : معلولينو او معيوبينو ته مصنوعي اعضاوو جوړول چي لاسونه يا پښې یی قطعه سوي وي، همدارنګه دستون فقرات صدمه، دمحیطي اعصابو صدمه، د فلج ناروغي، د عضلاتو ضعف یاسوء تغذي ناروغۍ، دماغي فلج، دبدن نيمایي فلج، ولادي انحراف یاکوږوالی، خلع سرین، ولادي دحرامغذ صدمه او د مصنوعي غړو جوړول او کومکي وسایل ورکول، لکه لکړي، چهار خانه او بایسکیل ورکول. داچي مخکني مرکز په بشپړ ډول د معلولينو داړتیاوو د پوره کولو ظرفيت نه درلود ځکه د ناروغانو شمېر زيات وو اوسربېره پردې په ياد مرکز کي د ناروغانو دبستر کولو امکانات هم نه وه نو له همدې امله ډیری ناروغان د کافي خدمتونو څخه بې برخي وه په ځانګړې توګه هغه ناروغان چې دستون فقرات یا نخاع شوکي صدمې يې ليدلي وې. نو له همدې امله د سره صليب (ICRC ) دفتر په پلان کي لري چي د اوسني مرکز ترڅنګ يو بل مجهز د فزيکي بيارغاوني ستر مرکز پرانيزي ترڅو په هلمند کي د شته معلولينو او معيوبينو د فزيکي بيارغوني په برخه کي شته ستونزي حل سي.
د يادوني وړ ده چي مخکني مرکز ته به په کال کي (۸۰۰۰) ناروغانو مراجعه کول او د دي خدمتونو څخه برخمن کېدل خو د نوي مرکز په جوړېدو سره به په هلمند کي د پخوا په پرتله دوه برابره ناروغانو ته خدمات وړاندي سي.
د (آی سي آرسي) ولايتي دفتر د مسؤلينو په وينا: نوی مرکز به په يوه ورځ کي د (۶۰) تنو نارينه او ښځينه ناروغانو د بستر امکانات ولري او هم به د (۲۵۰) تنه سرپا ناروغانو د تداوي وړتيا ولري. د دوي په وينا: په مخکني مرکز کي يوازي د ۱۲۵-۱۲۰ سرپا ناروغانو تداوي او مرسته کېدل خو په نوي مرکز کي به له یوې خوا د تداوی کیفیت لوړ سي او له بلي خوا به هغه معلولین چی دستوني فقراتو صدمه يې لیدلې وي د بستر امکانات موجود سي او د هغه ناروغانو لپاره چي لاس او پښې ونلری دتمرین زمینه برابره سي تر څو وکولای سي د مصنوعي لاس او پښو سره د عادت کېدو تمرين وکړي.
که څه هم د دي نوي مرکز ځمکه ۵ کاله وړاندي د عامي روغتيا وزارت لخوا ( آی سی آرسي) ته ورکول سوې وه خو دا تړون ۳ کاله ورسته لاسلیک سو چي ياده ځمکه (۶۰۵۰) متره مربع مساحت لري. دغه روغتيايي مرکز د یوې ازادي پروژې په صفت جوړیږي چي دبریښنا او اوبو مکمل سیسټم به هم ولري. دغه مرکز به په يوه پوړيزه ودانۍ کي ۱۳ کانګريټي خوني او د ورزش لپاره يو باب فلزي خونه هم ولري. د دې وداني ډيزاين د هيواد د داخلي انجينرانو لخوا سوی او په جوړېدو کي به يې له وطني ساختماني موادو څخه استفاده کيږي.
اټکل سوی چي د دې پروژې ټول ساختماني کارونه به تر۱۸ میاشتو پوری بشپړ سي.
نېټه:۱۴۴۳/۵/۲۴ هـ ق.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.