هلمند : مارجې ولسوالۍ دناچاودي مرمۍ له امله یو کم عمره هلک خپل ژوند له لاسه ورکړ:

  دباختر اطلاعاتي اژانس خبرراکوي چې نن مازدیګر ناوخته د هلمند د مارجې ولسوالۍ لوچاراهي سیمه کې یو هلک د راکيټ د زړې مرمۍ د انفجار له امله خپل ژوند دلاسه ورکړ او په حق ورسېدی. هلک وحیدالله نومېدی د محمدګل زوی او تقریبا د۱۲ دولس کالو عمر یې درلودی. د سیمي دخلګو په وینا […]

 

دباختر اطلاعاتي اژانس خبرراکوي چې نن مازدیګر ناوخته د هلمند د مارجې ولسوالۍ لوچاراهي سیمه کې یو هلک د راکيټ د زړې مرمۍ د انفجار له امله خپل ژوند دلاسه ورکړ او په حق ورسېدی.

هلک وحیدالله نومېدی د محمدګل زوی او تقریبا د۱۲ دولس کالو عمر یې درلودی.

د سیمي دخلګو په وینا چې نوموړي دراکيټ یوه زړه مرمۍ پیداکړې وه.او هغه یې ټکولې او ورباندي پټاو سوې وه.

دیادولو ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ناچاوده توکي کله ناکله د هېوادوالو ژوند اخلي.چې د اندېښنې وړ خبره ده.ولسي خلګ د اړوند مسئولینو څخه د جدي توجوه غوښتنه کوي.

 

نېټه:/۱۴۴۳/۷/۳ هــ ق