نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تیره ورځ د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ منسوبینو د دغې ولسوالۍ اړوند عصمت بازار سیمه کې د علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ په یو سرای کې د غلو درې کسیزه ډله په داسي حال کې ونیول چې یادو غلو د غلا شویو اجناسو لپاره په خپل سرای کې پټ نغمونه او ځایونه […]
تیره ورځ د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ منسوبینو د دغې ولسوالۍ اړوند عصمت بازار سیمه کې د علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ په یو سرای کې د غلو درې کسیزه ډله په داسي حال کې ونیول چې یادو غلو د غلا شویو اجناسو لپاره په خپل سرای کې پټ نغمونه او ځایونه جوړ کړي وه.
د غلو دې درې کسیزې ډلي د عصمت بازار او شاوخوا سیمو کې د خلګو د کورونو او ځمکو څخه سلوري هنداري،موټرسایکلان، او د دوکانونو څخه یې خوراکي او غیري خوراکي توکي غلا کول چې تیره ورځ د اسلامي امارت د منسوبینو لخوا د غلا شویو اجناسو سره په خپل کور کې لاس په لاس ونیول شول .
یاد غله امان الله ولد عبدالله جان دمارجې ولسوالۍ د دښت اوسیدونکی دی.خیر الله ولد عبدالرحیم ګرمسیر ولسوالۍ د میان پښتې اوسیدونکی دی.
او باریدار ولد عبدالله جان چې د مارجې ولسوالۍ د عصمت بازار اوسیدونکی دی .
د یادو غلو سره دوه موټر سایکلونه هم نیول شوي دي
مسولین وایې چې یاد موټر سایکلان د دوی سره دي د اصلي خاوند تر پیدا کیدو پوري به دوی یاد موټر سایکلان د ځان سره ساتي؛دوی همدا راز له خلګو غوښتنه کوي چې د موټر سایکلانو د اصلي خاوندانو په لټولو کې دي د امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د یادوني وړ ده چې ځایي اوسیدونکي د اسلامي امارت د مسولینو او ځواکونو څخه د منني تر څنګ زیاتوي چې هلمند کې دي د دغسي پېښو د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۳ هـ ق.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.