هلمند: لښکرګا ښاروالۍ د ښار پر ځینو سړکونو روښنايي څراغونه نصب کړل

  لښکرګاه ښاروالي وایي دا څراغونه يې د خپلي بودیجې څخه په پنځه میلیونه افغانیو نصب کړي، ترڅو د ښار سړکونه د شپې مهال روښانه وي. د ښاروالۍ مطبوعاتي چارو مسؤل محمد طاهر (ابشار) وايي : د دې څراغونو په نصب سره به د ښار ټول سړکونه د شپې له خوا روښانه وي، دی وايي […]

 

لښکرګاه ښاروالي وایي دا څراغونه يې د خپلي بودیجې څخه په پنځه میلیونه افغانیو نصب کړي، ترڅو د ښار سړکونه د شپې مهال روښانه وي.

د ښاروالۍ مطبوعاتي چارو مسؤل محمد طاهر (ابشار) وايي : د دې څراغونو په نصب سره به د ښار ټول سړکونه د شپې له خوا روښانه وي، دی وايي په دې سره به له یوې خوا ښار روښانه وي بل پلوه به د ښار د ښکلا په برخه کي ځانګړې اغېزه ولري، د دې بریښنايي څراغونو انرژي د لمريزي بریښنا په وسیله برابریږي چي خپله د څراغونو سره یو ځای نصب سوي دي.

د لښکرګا ښار اوسیدونکي د ښاروالۍ له دې اقدامه څخه هرکلی کوي او وايي : په دې سره ښار د شپې له اړخه روښانه وي او د رڼا په شتون کي به خلک د شپې له خوا هم په ښار کي پېر او پلور وکړي او په دې توګه به کاروبار هم زیات سي.

د یادوني وړده چي مخکي دغه ډول پروژې د مؤسساتو له خوا ترسره کیدې خو اوس لښکرګاه ښاروالي له خپلي بودیجې دا لګښتونه ورکوي، ښاروالي له ښاریانو غوښتنه کوي چي ښاري پرمختګ کي ونډه واخلي او مالیاتي ټیکسونه پر وخت تحویل کړي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۹ هـ ق