هلمند: لښکرګاه کې ۲تنه غله ونیول شول

لښکرګاه ښار کې ۲ تن غله د غلا سوي مبایل سره لاس په لاس ونیول سوه:   د باختر اطلاعاتي آژانس د خبریال د خبر له مخي نن ورځ غرمه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د لومړی حوزې منسوبینو له لوري ۲ تنه غله عزیزالله دمحمد سرور زوی چې د دوهمې حوزې د […]

لښکرګاه ښار کې ۲ تن غله د غلا سوي مبایل سره لاس په لاس ونیول سوه:

 

د باختر اطلاعاتي آژانس د خبریال د خبر له مخي نن ورځ غرمه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د لومړی حوزې منسوبینو له لوري ۲ تنه غله عزیزالله دمحمد سرور زوی چې د دوهمې حوزې د طالبانو نمرو وسېدونکی دی.

 

هدایت الله دشاه محمود زوی دلومړی حوزې اوسیدونکی پر داسي مهال د یوه پایه ټلفون سره لاس په لاس ونیول سول چي د لومړۍ امنیتې حوزې اړوند سینما پارک سره د یو هیوادوال څخه یې یاد مبایل وړی ؤ.

چې نن د لومړی حوزې د مجاهدینو لخوا دټلفون سره لاس په لاس ونیول سول.

 

نیټه؛۱۴۴۳/۹/۲۷ هــ ق.