هلمند : لښکرګاه کې د سوئي تغذي ماشومانو د خوراکي موادو د غلا په تور یو تن ونیول سو:

هلمند:   نن ماخستن شاوخوا ۷ نیمي بجې د سوئي تغذي ماشومانو د خوراکي موادو د غلا په تور یو تن ونیول سو.   یاد غل محمد ظاهر نومیږي د محمد وزیر زوی دی اصلي د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس مهال یې د لښکرګاه ښار اړوند شپږمي حوزې د صافیانو په سیمه استوګنه […]

هلمند:

 

نن ماخستن شاوخوا ۷ نیمي بجې د سوئي تغذي ماشومانو د خوراکي موادو د غلا په تور یو تن ونیول سو.

 

یاد غل محمد ظاهر نومیږي د محمد وزیر زوی دی اصلي د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس مهال یې د لښکرګاه ښار اړوند شپږمي حوزې د صافیانو په سیمه استوګنه کول.

 

نوموړی دکتاب چوک ته څېرمه د ماشومانو د روغتون  نرس دی،  دتیر نظام راهیسي یې ددغه موادو غلا ته ملا تړلې وه، یاد کس د څه مودې راهیسي د لومړۍ امنیتي حوزې د مسؤلینو تر تعقیب لاندي وو چي بالاخره نن په داسي حال کي ونیول سو چي پر  یو بل کس یې یاد مواد پلورل چي د پیسو د ترلاسه کولو پرمهال د مجاهدینو له لوري لاس په لاس ونیول سو.

یاد غل به عدلي او قضائي ارګانو ته معرفي سي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۱ هـ ق