هلمند لښکرګاه کي یو تن د غلا په جرم ونیول سو:

  تېره شپه دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه اوله حوزه سیمه کي یوتن د غلا پرمهال لاس په لاس ونیول سو. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي میرویس ولدعطامحمد تېره شپه د اولي حوزې د هیلۍ چوک سره هغه مهال ونیول سو چي یوه ګوشۍ ټلفون یې غلا کړی وو. نیول سوی کس اړوند ارګان او […]

 

تېره شپه دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه اوله حوزه سیمه کي یوتن د غلا پرمهال لاس په لاس ونیول سو.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي میرویس ولدعطامحمد تېره شپه د اولي حوزې د هیلۍ چوک سره هغه مهال ونیول سو چي یوه ګوشۍ ټلفون یې غلا کړی وو.
نیول سوی کس اړوند ارګان او غلاسوی ټلفون خپل اصلي مالک ته وسپارل سو.

دیادولو ده چي دغه کس یوځل بل هم د ټلفون د غلا په جرم نیول سوی او محکمې ته سپارل سوی وو.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۲ هــ ق