هلمند: لښکرګاه کي څلور تنه غله ونیول شول

  دهلمند مرکز لښکرګاه ښار لومړۍ حوزې سیمه کي څلور تنه غله ونیول سوه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي سیداحمد ولد سلطان محمد د صافیانو اوسېدونکی چي حاجي غلام نبي مارکېټ کي یې د درې تنو دوکاندارانو څخه موبایلونه غلاکړې وه، د امنیتي کېمرو په واسطه یې د غلا صحنه عکاسي سوې وه نن […]

 

دهلمند مرکز لښکرګاه ښار لومړۍ حوزې سیمه کي څلور تنه غله ونیول سوه.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي سیداحمد ولد سلطان محمد د صافیانو اوسېدونکی چي حاجي غلام نبي مارکېټ کي یې د درې تنو دوکاندارانو څخه موبایلونه غلاکړې وه، د امنیتي کېمرو په واسطه یې د غلا صحنه عکاسي سوې وه نن د لومړۍ امنیتي حوزې د منسوبینو له خوا ونیول سو.

همدارنګه دوه تنه نور بشیراحمد ولد رازمحمد او صدیق الله ولد سیداحمد د تورټانګ اوسېدونکي چي څه موده وړاندي یې د حاجي غلام نبي مارکېټ سره یوه عراده موټرسایکل غلا کړی وو او د امنیتي کېمرو له خوا یې وېډیو سوې وه نن د امنیتي منسوبینو له خوا ونیول سوه.

دیو بل خبر له مخي محمدنبي ولد عبدالله خان د قلعه کهنې اوسېدونکی چي د خپل یو قریب عبدالخالق څخه یې موټرسایکل غلا کړی وو او بیا یې کندهار کي خرڅ کړی وو نن د لښکرګاه د لومړۍ امنیتي حوزې د منسوبینو له خوا ونیول سو.

یاد څلور تنه غله په خپل جرمونو تر اعتراف کولو وروسته و اړوند ارګان ته وسپارل سوه.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۰ هـ ق