هلمند. لښکرګاه ښار کي د ۳۳۵ بېوزله او اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته سوه:

  نن دوشنبه هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کي د ۳۳۵ بېوزله او اړمنو کورنیو سره په داسي حال کي نغدي مرسته ترسره سول چي د مرستي د وېش پر مهال د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس محترم مولوي الله داد انقیادي صاحب ، داستخباراتو مسؤلینو او د یو شمېر مؤسساتو مسولینو ګډون درلود. د […]

 

نن دوشنبه هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کي د ۳۳۵ بېوزله او اړمنو کورنیو سره په داسي حال کي نغدي مرسته ترسره سول چي د مرستي د وېش پر مهال د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس محترم مولوي الله داد انقیادي صاحب ، داستخباراتو مسؤلینو او د یو شمېر مؤسساتو مسولینو ګډون درلود.

د مرستي د وېشلو پر مهال د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس انقیادي مولوي صاحب د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال وویل چي د  یادو ۳۳۵ کورنیو سره د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ او IRC په مالي لګښت  مرسته ترسره سول.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس وویل چي په یادو مرستو کي د بې وزلو ، کونډو، یتیمانو او معیوبینو کورنیو تر څنګ معلولینو هم ګډون درلود.

ښاغلي انقیادي زیاته کړه چي د یادو کورنیو سروې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست او موسساتو په همږغۍ د لښکرګاه په مختلفو سیمو کي ترسره سوې وه او نن ورسره د سروې د پلان سره سم د ځینو کورنیو سره ۱۰۰۰۰ افغانۍ او د ځینو کورنیو سره د ۲۰۰۰۰ افغانیو مرسته په دې موخه ترسره سول چي تر څو یادي کورنۍ خپلي ورځنۍ اړتیاوي پرې پوره کړي.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست د مؤسساتو سره په همږغۍ د لښکرګاه ښار په ګډون په ځینو ولسوالیو کي ورته مرستي ترسره کړي دي .

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۵ هــ ق