هلمند: له مرکزي زندان څخه ۶۰ تنه په نشه روږدي کسان تر درملني وروسته پریښودل شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) نن پنج شنبه د هلمند له مرکزي زندان څخه ۶۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان له څلور میاشتني زندان تېرولو وروسته پریښوودل شو. د بندیانو خوشي کولو پر مهال د محاکمو سره د اړیکو امریت امر او د بندیانو مسؤل سمونیار سید محمد عثمان سادات وویل؛ یاد ۶۰ تنه چي په […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) نن پنج شنبه د هلمند له مرکزي زندان څخه ۶۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان له څلور میاشتني زندان تېرولو وروسته پریښوودل شو.

د بندیانو خوشي کولو پر مهال د محاکمو سره د اړیکو امریت امر او د بندیانو مسؤل سمونیار سید محمد عثمان سادات وویل؛ یاد ۶۰ تنه چي په نشه یي توکو روږدي وه، تر درملني او د کورنیو څخه د پوره تضمین اخیستلو وروسته خوشي سول.

همداراز نوموړي زیاته کړه چي د یادو خوشي سویو بندیانو درملنه وخت په وخت د روغتیایي کارکوونکو لخوا ترسره کېده، او هغوۍ ته د نورو بندیانو په شان منظمه خوراکه ورکول کېده.

هغه زیاته کړه چي تر دې مهاله یې ۳۲۱۵ کسان تر بشپړي درملني وروسته د کورنیو څخه د تضمین اخېستلو په صورت کي خوشي کړي، او لا هم ۹۱۰ نفره تر تداوۍ لاندي دي.