نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰)تېره ورځ په هلمند ولایت کي شاوخوا ۳۰ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح سویو تخمونو او کېمیاوي سرو د وېشلو لړۍ پیل شوه. هلمند کي د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې، نادعلي، ګرمسېر، نهرسراج، نوزاد، واشېر، موسی کلا، سنګین او کجکي […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰)تېره ورځ په هلمند ولایت کي شاوخوا ۳۰ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح سویو تخمونو او کېمیاوي سرو د وېشلو لړۍ پیل شوه.
هلمند کي د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې، نادعلي، ګرمسېر، نهرسراج، نوزاد، واشېر، موسی کلا، سنګین او کجکي ولسوالیو کي شاوخوا ۳۰ زره بزګرو ته د غنمو اصلاح سویو تخمونو او کېمیاوي سري د وېشلو لړۍ د ناوې ولسوالۍ څخه پیل شوه.
په یاده لړۍ کي هغه بزګران چي د ټیټ اقتصاد لرونکي دي او د تخمونو د رانیولو توان نلري، د یوې رڼي او شفافي سروې له مخي د ګډي کمېټې لخوا په نښه او په عملي ډول به ورسره مرسته وشي، چي هر بزګر ته به ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح سوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره ورکړل سي.
دغه مرستي چي د AREP په تخنیکي او د خوراک نړیوال سازمان FAO په مالي بسپنه چمتو سوي، ۳۰ زره بزګرو ته روان کال او ۳۰ زره بزګرو ته به راتلوونکي کال کي د غنمو اصلاح سوي تخمونه او کېمیاوي سري ورکړل شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.