هلمند: د ګرشک ولسوالۍ په مقام کي اداري غونډه وسوه

    نن د ګرشک ولسوالي په مقام کي ددغه ولسوالۍ د مسؤلینو، مجاهدینو او علماء کرامو ترمنځ د چارو د چټکتیا په موخه اداري غونډه وسوه.   په یاد مجلس کي د ګرشک ولسوالۍ د ولسوال حاجي متین مولوي صاحب ترڅنګ امنیه قمندان حاجي ظیرماما، د استخباراتو مسؤل معصومي صاحب، دجنايي جرمنو په وړاندي […]

 

 

نن د ګرشک ولسوالي په مقام کي ددغه ولسوالۍ د مسؤلینو، مجاهدینو او علماء کرامو ترمنځ د چارو د چټکتیا په موخه اداري غونډه وسوه.

 

په یاد مجلس کي د ګرشک ولسوالۍ د ولسوال حاجي متین مولوي صاحب ترڅنګ امنیه قمندان حاجي ظیرماما، د استخباراتو مسؤل معصومي صاحب، دجنايي جرمنو په وړاندي د مبارزې مسؤل حاجي لالا، د لېوا د قومندانۍ مسؤل حاجي مبارک صاحب او د ګرشک ولسوالۍ دټولو حوزو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

 

یاد مجلس د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سو وروسته شیخ حاجي مولوي طاهر صاحب په خپلو خبرو کي زیاته کړه دا چي الله(ج) موږ د اسلامي نظام له نعمت څخه برخمن کړو نو پر موږ او تاسي لازمه ده ترڅو ددغه نعمت شکر اداء کړو او ددغه نظام د حفاظت لپاره شپه او ورځ کار وکړو، د نظام د بقاء لپاره یوبل ته لاسونه ورکړو او د ژبني او قومي تعصب څخه باید ځان وساتو.

همداراز نوموړي له مجاهدینو او مسؤلینو څخه وغوښتل چي خپل نیتونه اصلاح کړي، د خپلو امراوو اطاعت وکړي او پخپلو صفونو کي فاسدو اشخاصو ته ځای ور نکړي.

 

د غونډي په وروستیو کي محترم حاجي مبارک مولوي صاحب، حاجي متین مولوي صاحب، حاجي ظهیر ماما او معصومي صاحب د صفونو د تصفیې کمیسیون د مسؤلینو په توګه وټاکل سوه.

یاد مجلس په دعائیه وینا پای ته ورسېد.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۸ هـ ق