نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند کجکي بند د کاسې د اوبو ارتفاع د وروستیو اورښتونو له امله ۵۶ متره ته رسېدلې. دهلمند سیندیزي فرعي حوزې رئیس محمد یعقوب قایم وايي : هیله لري، چي پسرلي کي د واورې او بارانونو د اورېدو په وسیله د کجکې کاسه ټوله ډکه سي چي له یوې خوا به د برق په […]
د هلمند کجکي بند د کاسې د اوبو ارتفاع د وروستیو اورښتونو له امله ۵۶ متره ته رسېدلې.
دهلمند سیندیزي فرعي حوزې رئیس محمد یعقوب قایم وايي : هیله لري، چي پسرلي کي د واورې او بارانونو د اورېدو په وسیله د کجکې کاسه ټوله ډکه سي چي له یوې خوا به د برق په تولید کي رول ولوبوي او له بلي خوا به د کرونده ګرو د کروندو لپاره پرېمانه اوبه برابري سي.
د هلمند کجکي بند د افغانستان له نورو برخو څخه د واورو د ویلې کیدو پر مهال اوبه اخلي او د پسرلي موسم کي دا کاسه ډکیږي.
د یادوني وړ ده چي د هلمند کجکي بند اوبه نه یوازي د کرونده ګرو د کښتونو لپاره خورا مهمي دي ، بلکه د هلمند او کندهار برېښنا هم له همدې اوبو څخه ترلاسه کیږي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۷ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.